میلیونونه افغانان لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178052-میلیونونه_افغانان_لا_هم_د_څښاک_پاکو_اوبو_ته_لاسرسی_نه_لري
د افغانستان رسنیو راپور راکړی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، په افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
(last modified 2026-09-13T12:14:44+00:00 )
Sep 13, 2026 15:36 Asia/Kabul
  • میلیونونه افغانان  لا هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

د افغانستان رسنیو راپور راکړی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، په افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه بنسټ نن  په یوه پیغام کې ویلي ځيرکه ښاري پلان جوړونه، د اوبو او کثافاتو مدیریت کولای شي د اوبو د سرچینو په ساتنه، د روغتیايي وضعیت په ښه کولو او د لا سالمو ټولنو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي او د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.

د اوبو کمښت، وچکالي او د اوبو رسولو د بنسټیزو تاسیساتو کمزورتيا هغه عوامل دي چې پاکو اوبو ته يې د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی