د افغانستان د بحرانونو هوارول د نړیوال امنیت لپاره اړین دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179068-د_افغانستان_د_بحرانونو_هوارول_د_نړیوال_امنیت_لپاره_اړین_دي
  ملګرو ملتو  د جرمونو د مخنیوي او د نړیوال امنیت د تأمین لپاره د افغانستان د بحرانونو هوارول اړین وبلل
(last modified 2026-09-30T02:03:35+00:00 )
Sep 30, 2026 06:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بحرانونو هوارول د نړیوال امنیت لپاره اړین دي

  ملګرو ملتو  د جرمونو د مخنیوي او د نړیوال امنیت د تأمین لپاره د افغانستان د بحرانونو هوارول اړین وبلل

د تسنیم خبري اژانس د   راپور له مخې، د ملګرو ملتو  د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې ګڼ بحرانونه او لګېدلي محدودیتونه د دغه هېواد زیان‌منئ  لا ژورې کړې دي او د جرمونو، زبیښاک او بې‌ثباتۍ د زیاتېدو لپاره ئې زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتو دغه دفتر پرون په ټولنیز چینل  «ایکس» کې پخپلې یوې اعلامیې کې وئيلی  دي ، د کډوالو جبري بېرته ستنول، د بشري مرستو کمېدل، او د ښځو او نجونو پر حقوقو لګېدلي محدودیتونه له هغو عواملو څخه دي چې په افغانستان کې شته زیان‌مني ئې لا پسې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر همدارنګه د کوکنارو پر کرکېلې ولاړ د کلیوالي اقتصاد  زوال ته اشاره کړې او هغه ئې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت له اغېز کوونکو نورو دباؤنو بللی دی.

په دغې اعلامیې کې  ټینګار شوی چې د دغو ننګونو هوارول نه یوازې د افغانستان د راتلونکي لپاره، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره هم اړین دي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمېشنر ولکر ترک په افغانستان کې د بشري حقوقو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو چې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو وضعیت  لا خراب شوی  دی.

هغه ویلي وو؛په داسې شرایطو کې چې پراخه بېوزلي لا هم دوام لري، بنسټیز حقوق او آزادۍ هم لا زیاتې محدودې شوې دي

خو هغه زیاته کړې وه:داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي او هغوی ئې پرېښي دي. دا چوپتیا ځيني منفی پایلې درلودلی شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې کابو  ۲۱.۹ میلیونه کسان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.