د سپاه پاسداران ویاند: د هر ډول احتمالي مقابلې لپاره چمتو یو
-
سردار محبي، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند
پارس ټوډی - د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ویاند د هر ډول احتمالي مقابلې لپاره د ایران د وسلهوالو ځواکونو د بشپړ چمتوالی څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه، تهران د خپلو پوځي وړتیاوو تجهیز او پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د جګړې د رامنځته کېدو په صورت کې به نوې وسلې میدان ته راوړي.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، د سپاه پاسداران ویاند سردار حسین محبي له یمنۍ المسیره شبکې سره په خبرو کې ویلي: ایران به په هر ډول احتمالي مقابله کې نوې وسلې میدان ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه: ایران د مقابل لوري له پلانونو او خوځښتونو ناخبره نه دی او د هغو خوځښتونه تر څارنې لاندې لري.
د سپاه پاسداران ویاند همداراز وویل چې د ایران وسلهوالو ځواکونو ځانونه احتمالي مقابلې ته چمتو کړي او د جګړې د رامنځته کېدو په صورت کې به پر دښمن یوه بله ماتې هم تحمیل کړي.