د امریکا خلک د یوه لیک مخاطبین
https://parstoday.ir/ps/news/event-i179078-د_امریکا_خلک_د_یوه_لیک_مخاطبین
د ایران سپاه پاسداران د لیک په پیل کې د امریکا خلک، په ځانګړې توګه د دغه هېواد ساینسپوهان، محصلان او د رسنیو کارکوونکي مخاطب ګرځوي او بیا د وروستۍ اووه میاشتنې جګړې یادونه کوي؛ هغه جګړه چې د امریکا د پوځ له خوا د میناب پر یوه ښوونځي له برید او د ۱۶۸ زده‌کوونکو له وژل کېدو، او هم‌مهاله د اسلامي انقلاب د رهبر، امام سید علي خامنه‌اي، پر دفتر له برید او د هغه او د کورنۍ د یو شمېر غړو له شهادت سره پیل شوې ده.
(last modified 2026-09-30T07:37:17+00:00 )
Sep 30, 2026 11:59 Asia/Kabul
  • د امریکا خلک د یوه لیک مخاطبین

د ایران سپاه پاسداران د لیک په پیل کې د امریکا خلک، په ځانګړې توګه د دغه هېواد ساینسپوهان، محصلان او د رسنیو کارکوونکي مخاطب ګرځوي او بیا د وروستۍ اووه میاشتنې جګړې یادونه کوي؛ هغه جګړه چې د امریکا د پوځ له خوا د میناب پر یوه ښوونځي له برید او د ۱۶۸ زده‌کوونکو له وژل کېدو، او هم‌مهاله د اسلامي انقلاب د رهبر، امام سید علي خامنه‌اي، پر دفتر له برید او د هغه او د کورنۍ د یو شمېر غړو له شهادت سره پیل شوې ده.

په دې پروګرام کې د امریکا خلکو ته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د لیک محتوا څېړو؛ هغه لیک چې د وروستۍ جګړې په بیا کتنې سره، د ایران د بریا عوامل او د امریکا او اسرائیلو د ماتې لاملونه بیانوي او ورسره د «مرګ پر امریکا» شعار د معنا، د دواړو ملتونو د اړیکو او د دې تقابل د راتلونکي په اړه پوښتنو ته هم ځوابونه وړاندې کوي.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د تلې په ۷مه (د سپټمبر ۲۹مه)، د امریکا خلکو ته یو لیک خپور کړ. د ایران او د امریکا د یرغل ترمنځ په تقابل کې د ایران د بریا عوامل، د امریکا او اسرائیلو د ماتې لاملونه، د «مرګ پر امریکا» شعار معنا او هغه څه چې په دې لیک کې د «ایران او امریکا د ملتونو ګډ درد» بلل شوي، د دې لیک له مهمو محورونو څخه دي چې په دوام کې به پرې خبرې وکړو.

لیک د رعد سورت په یوه آیت پیلېږي:

**«إِنَّ اللَّهَ لَا یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّیٰ یُغَیِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ»**

**«الله تعالی د هېڅ قوم حالت نه بدلوي، تر هغو چې هغوی خپل ځانونه بدل نه کړي.»**

یران سپاه پاسداران د لیک په پیل کې د امریکا خلک، په ځانګړې توګه د دغه هېواد ساینسپوهان، محصلان او د رسنیو کارکوونکي مخاطب ګرځوي او بیا د وروستۍ اووه میاشتنې جګړې یادونه کوي؛ هغه جګړه چې د امریکا د پوځ له خوا د میناب پر یوه ښوونځي له برید او د ۱۶۸ زده‌کوونکو له وژل کېدو، او هم‌مهاله د اسلامي انقلاب د رهبر، امام سید علي خامنه‌اي، پر دفتر له برید او د هغه او د کورنۍ د یو شمېر غړو له شهادت سره پیل شوې ده.

د لیک له مخې، د دې جګړې په اوږدو کې له درې زره او شپږ سوه څخه زیاتو کسانو، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر پوهنتونونه، روغتونونه او ښوونځي هم په نښه شوي دي.

 د دې جګړې پایله د امریکا او اسرائیلو ماتې او د اسلامي جمهوریت د ایران بریا بولي او له همدې ځایه د امریکا د خلکو پر وړاندې څو پوښتنې مطرح کوي:

ولې ایران، د ډېره کمه دفاعي بودجې په لرلو سره، توانېدلی چې د امریکا د پوځ پر وړاندې مقاومت وکړي؟

ایا ایرانیان د امریکا له خلکو سره دښمني لري، او که داسې نه وي، نو د «مرګ پر امریکا» شعار څه معنا لري؟

ایا د سپاه پاسداران د ترهګر بللو ادعا د منلو وړ ده؟

ولې د ایران پر وړاندې د خپلې ولکې د بېرته ټینګولو لپاره د امریکا ۴۸ کلنې هڅې پایلې ته نه دي رسېدلې؟

او په پای کې، د دې جګړې راتلونکی به څه وي او د امریکا خلک په دې بدلون کې څه رول لري؟

د لیک لومړی ځواب د ایران د بریا عواملو ته ځانګړی شوی دی.

د لیک محتوا د بریالي لوري د پېژندلو لپاره یو مشخص معیار وړاندې کوي: باید وکتل شي چې هر لوري تر کومې کچې هغه موخې ترلاسه کړې دي چې د جګړې لپاره یې ټاکلې وې.

امریکا او اسرائیلو د جګړې په پیل کې د اسلامي جمهوریت د نظام د بدلون او د ایران د تجزیې په څېر موخې تعقیبولې. وروسته نورې موخې هم مطرح شوې؛ لکه د ایران تسلیمېدل، د خارک ټاپو نیول، ځمکنی برید، د صنعتي او انرژۍ زېربناوو ویجاړول، د هرمز تنګي تر کنټرول لاندې راوستل، د صادراتو او وارداتو مخنیوی، د اټومي صنعت او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا له منځه وړل، د هوايي دفاع له منځه وړل او د مقاومت له ډلو څخه د ایران د ملاتړ پای ته رسول.

لیک په ټوله کې د پنځلسو موخو یادونه کوي او استدلال کوي چې له اوو میاشتو وروسته له دغو موخو څخه هېڅ یوه په بشپړه توګه نه ده ترلاسه شوې.

او په دې اوو میاشتو کې، پرته له دې چې د ایران د اټومي صنعت یوې برخې او یو شمېر دفاعي مرکزونو ته زیان اوښتی، د جګړې د عاملانو اصلي موخې نه دي ترلاسه شوې. حتی د جګړې «پټه موخه»، یعنې د فلسطین او غزې د مسئلې حاشیه‌اي کول، هم نه ده ترلاسه شوې.

خو د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د امریکا خلکو ته په خپل لیک کې د ایران بریا یوازې د مقابل لوري په ناکامۍ کې نه را لنډوي، بلکې د دولسو ستراتیژیکو لاسته راوړنو یادونه هم کوي.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د امریکا له ۲۰۰ څخه زیاتې ستراتیژیکې بې‌پیلوټه الوتکې، ۱۲ د سون توکو انتقالوونکې او ترانسپورتي الوتکې، ۳۰ جنګي الوتکې، لږ تر لږه یوه آواکس الوتکه او لسګونه چورلکې، راداري او دفاعي سیستمونه له منځه تللي او په سیمه کې د دغه هېواد د یو شمېر اډو عملیاتي وړتیا په جدي توګه کمه شوې ده.

لیک د پوځي زیانونو تر څنګ، د جګړې پر ستراتیژیکو پایلو هم ټینګار کوي.

د لیک د روایت له مخې، د ځوان نسل د ایراني ـ اسلامي هویت څخه د لرې کولو لپاره روانه شناختي جګړه برعکس پایله ورکړې، ملي یووالی او د ایران د قومونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې او د ایران د منفي انځور جوړولو لپاره د رسنیو هڅې کمزورې شوې دي.

لیک همدارنګه د هرمز پر تنګي د ایران د عملیاتي کنټرول، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید د زیاتوالي، د هوايي دفاع د پیاوړتیا او په سیمه کې له ځینو اډو څخه د امریکايي ځواکونو د حضور د کمېدو خبره کوي.

له نورو یادو شویو لاسته راوړنو څخه یوه د مقاومت له ډلو سره د ایران د اړیکو ژورېدل، په نړۍ کې د ایران د موقعیت لوړوالی او د نورو ملتونو ترمنځ د یو ډول پر ځان باور رامنځته کېدل دي.

همدارنګه، اقتصادي او سمندري محدودیتونو په عملي توګه د کورني تولید د زیاتوالي او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراخېدو لامل شوي دي.

وروستی محور د **ولایت فقیه** موضوع ته ځانګړی شوی دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ایران د خلکو لپاره په لیک کې راغلي چې د امام سید علي خامنه‌اي شهادت او له هغه وروسته د هېواد د چارو دوامدار مدیریت، په ایران کې د ولایت فقیه جوړښت د عامه افکارو د لا زیاتې پېژندنې په مرکز کې راوست.

د لیک محتوا د هغه د میلیونونو خلکو په ګډون جنازه، د خلکو او حاکمیت ترمنځ متقابل باور، پر کورني پوځي توان تکیه، د څو لسیزو بندیزونو سربېره د خلکو د ژوند دوام او د علمي پرمختګ دوام، د دې جوړښت له ځانګړتیاوو څخه بولي.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په دې لیک کې د ایران د بریا اصلي لامل نه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې، بلکې درې عوامل معرفي کوي:

**توحیدي نړۍ‌لید او د قرآن مکتب، د خلکو ایمان او د همدې مکتب پر محور د هغوی یووالی، او د وړ رهبرۍ شتون.**

د خلکو د رول په تشریح کې باید د عاشورا کلتور او د امام حسین علیه‌السلام، حضرت علي‌اصغر علیه‌السلام، حضرت عباس علیه‌السلام او حضرت زینب سلام‌الله علیها په څېر شخصیتونو ته اشاره وشي؛ هغه بېلګې چې د سپاه پاسداران د روایت له مخې، د ظلم پر وړاندې د درېدو، وفادارۍ، فداکارۍ او صبر مفاهیم یې په ایراني کلتور کې بنسټیز کړي دي.

د رهبرۍ په برخه کې هم پوهه، عدالت، تقوا، د وخت له مسئلو څخه خبرتیا او زړورتیا د رهبر لپاره اړین ځانګړتیاوې بلل شوې او امام سید علي خامنه‌اي په معاصره دوره کې د داسې رهبرۍ د بېلګې په توګه معرفي شوی دی.

په مقابل کې، د امریکا او اسرائیلو د ماتې لامل باید یوازې پوځي ونه بلل شي، بلکې د «وړ رهبرۍ نشتوالی» او د امریکا په پوځ کې د جګړو لپاره د ګډې موخې او آرمان نشتوالی هم باید مطرح شي.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د امریکا خلکو ته په خپل لیک کې باور لري چې د پراخو تجهیزاتو لرل، د هغه پوځ لپاره چې د خپلو جګړو لپاره روښانه موخه نه لري، د بریا تضمین نه شي کېدای. په همدې تړاو په ویتنام، افغانستان، عراق او یمن کې د امریکا تجربو ته اشاره شوې ده.

د لیک بله پوښتنه دا ده:

**ایا ایرانیان د امریکا له خلکو سره دښمني لري؟**

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د لیک محتوا په ځواب کې د «ایران او امریکا د ملتونو له ګډ درد» څخه خبرې کوي او د امریکا د خلکو او د دغه هېواد د واکمنانو د سیاستونو ترمنځ توپیر کوي.

په دې برخه کې د زندانیانو د لوړې شمېرې، د پولیسو له خوا د وګړو د وژل کېدو، ټولنیزو وېشونو، د بهرنیو جګړو د لګښتونو او اسرائیلو ته د امریکا د مالي مرستو په څېر موضوعات مطرح شوي دي.

د لیک استدلال دا دی چې د دغو سیاستونو پایلې یوازې پر نورو ملتونو نه تحمیلېږي؛ بلکې امریکايي مالیه ورکوونکي، سرتېري او کورنۍ یې هم د دغو سیاستونو یوه برخه لګښت ورکوي.

په همدې چوکاټ کې د «مرګ پر امریکا» شعار معنا هم تشریح شوې او ټینګار شوی چې د دې شعار مخاطبین د امریکا خلک نه دي، بلکې د دغه هېواد واکمنان او د سپینې ماڼۍ سیاستونه دي.

د دې لیدلوري د ریښو د تشریح لپاره، لیک د دواړو هېوادونو اړیکو ته کتنه کوي؛ د ۱۹۵۳ کال له کودتا او د شاه او ساواک له ملاتړ څخه نیولې، تر انقلاب وروسته تحولاتو، د ایران او عراق جګړې، له صدام څخه د امریکا ملاتړ، د نفتو پر سکو او د ۲۹۰ مسافرو لرونکې ایراني مسافر وړونکې الوتکې برید، اقتصادي بندیزونو، رسنیزې او شناختي جګړې او د سردار قاسم سلیماني ترور پورې.

دا روایت بیا د ۲۰۲۵ کال د جون د دولس ورځنۍ جګړې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د ناکراریو او هغې جګړې ته رسېږي چې د همدې کال د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې ده.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران یو ځل بیا ټینګار کوي چې دا لېست د امریکا د خلکو پر وړاندې نه دی، بلکې د دغه هېواد د واکمنانو کړنلارې او کارنامه په نښه کوي.

لیک وروسته د سپاه پاسداران د ترهګر بلل کېدو ادعا ته ځواب ورکوي او تشریح کوي چې د نړۍ په سیاسي اړیکو کې د ترهګرۍ مفهوم کله ناکله د قدرتونو د ګټو له مخې تعریفېږي.

لیک د اسلامي انقلاب ولسي ماهیت او له انقلاب وروسته د سپاه پاسداران جوړېدل د خپلواکۍ، آزادۍ او د انقلاب د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره یادوي، د سپاه پاسداران د ترهګرۍ تور ردوي او دغه بنسټ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یو بنسټ معرفي کوي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د لیک بله برخه دې پوښتنې ته ځانګړې شوې چې ولې لیکوالان د امریکا حکومت د زوال پر لور روان بولي.

په ځواب کې د ګران بیه جګړو، بهرنیو مداخلو او د هغوی د اقتصادي پایلو خبره شوې ده.

په نړیوال اقتصاد کې د امریکا د ونډې کمېدل، د جګړو څو ټریلیونه ډالري لګښت او د حکومت د پورونو زیاتوالی، هغه نښې بلل شوې دي چې د امریکا د اقتصادي کمزورۍ لپاره وړاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه سرچینې چې د پراخ پوځي حضور، بهرنیو جګړو او د اسرائیلو د ملاتړ لپاره لګول کېږي، کولای شي د امریکا د خلکو د څېړنې، تولید، خدماتو او هوساینې لپاره ولګول شي.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په خپل لیک کې له امریکايي خلکو غواړي چې د دې بهیر د بدلون لپاره خپل رول جدي واخلي او یو ځل بیا د لیک لومړي آیت ته ور وګرځي:

**«الله تعالی د هېڅ قوم حالت نه بدلوي، تر هغو چې هغوی خپل ځانونه بدل نه کړي.»**

په همدې تړاو، د جګړې او د ملکي وګړو د وژلو پر وړاندې ولسي او محصلانو اعتراضونه په امریکا کې د عامه وجدان د ویښېدو نښه بلل شوې ده.

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د امریکا خلکو ته په خپل لیک کې، په نړۍ کې د امریکا د پوځي حضور کمول، د بهرنیو جګړو پای ته رسول او د دغو لګښتونو د کورني پرمختګ لپاره ځانګړي کول، د دې مسیر د بدلون له لارو څخه بولي.

له امریکايي خلکو غواړي چې د خپلو مشرانو د ټاکلو پر مهال، پوهه، حکمت، رښتینولي او اخلاق معیار وګرځوي؛ د هماغه ګډ اصل پر بنسټ چې په دینونو کې ویل شوي دي:

**«هغه څه چې د ځان لپاره یې نه خوښوې، د نورو لپاره یې هم مه خوښوئ.»**

او په پای کې، لیک خپلې وروستۍ پوښتنې ته رسېږي:

**دا جګړه به چېرته ورسېږي؟**

په ځواب کې، د جګړې دوام د بحران د پراخېدو یو عامل او د امریکا د خلکو د اقتصاد او ژوند لپاره یو ګواښ بلل شوی دی.

خو لیک یو ځل بیا د امریکا د خلکو او د دغه هېواد د واکمنانو ترمنځ توپیر کوي او ټینګار کوي چې د دې مسیر بدلون لا هم امکان لري.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د امریکا خلکو ته لیک، د هغه څه پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار سره چې «ظلم او استکبار» یې بولي، د فلسطین د آزادۍ او د نړیوال عدالت او سولې د ټینګښت په هیله پای ته رسېږي.

د لیک وروستی آیت د انبیا سورت ۱۰۵ آیت دی:

**«وَلَقَدْ کَتَبْنَا فِی الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّکْرِ أَنَّ الْأَرْضَ یَرِثُهَا عِبَادِیَ الصَّالِحُونَ»**

ستاسو له ملګرتیا مننه.