کرزي په کونړ او هلمند د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179170-کرزي_په_کونړ_او_هلمند_د_پاکستان_هوايي_بریدونه_وغندل
د افغان رسندویو له راپور سره سم پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ او هلمند ولایتونو کې پر استوګنیزو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه «د افغانستان پر حریم تېری او د حاکمیت نقض» بللي او په کلکه یې غندلي دي.
(last modified 2026-10-01T11:18:13+00:00 )
Oct 01, 2026 15:20 Asia/Kabul
  • کرزي په کونړ او هلمند د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د افغان رسندویو له راپور سره سم پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ او هلمند ولایتونو کې پر استوګنیزو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه «د افغانستان پر حریم تېری او د حاکمیت نقض» بللي او په کلکه یې غندلي دي.

کرزي د پاکستان له چارواکو غوښتي چې د «پلمو جوړولو او د افغان ښځو او ماشومانو د وژلو» پر ځای دې خپلې د ضدیت پالیسۍ او دښمنانه طرحې له سره وڅېړي او د افراط‌پالنې له خپرولو او نفاق‌اچولو دې لاس واخلي..

پخواني ولسمشر همدا راز له پاکستانه غوښتي چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنانه اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

په هلمند او کونړ د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۹ ملکیان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا بیا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلی دي چي   افغانستان لا هم د ترهه ګرۍ مرکز پاتې دی، پاکستان ته د ترورېزم ګواښ له افغانستان څخه پیدا کیږي، او تر هغه چې ترهه ګرۍ په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی، عملیات به دوام وکړي .