-
د قدس مبارزان به د ایران زړور اقدامات هیڅکله هیر نکړي
Oct 04, 2024 02:34ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین خبریال د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران د غچ اخیستونکو عملیاتو په درنښت کولو سره وویل د قدس مبارزان به هیڅکله د ایران زړور اقدامات او د مقاومت شهیدان هیر نکړي.
-
وعده صادق ۲ عملیات په اسرائیلو باندې تر ټولو ستره توغندوي حمله وه
Oct 04, 2024 02:24زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي وویل چې د ایران « وعده صادق ۲» پوځي عملیات د صهیونیسټ جعلي رژیم د جوړیدا له وخت راهسې په نیواکي ټاټوبو تر ټولو ستره توغندوي حمله ده.
-
د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلو سلګونو توغندي وویشتل
Oct 04, 2024 01:52زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو او د جنایتونو دوام ته په ځواب کښې په سلګونو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو بریدونه وکړل.
-
اوه ډله باید د فلسطینیانو د نسل وژنې د بندولو لپاره خپل اړم وکاروي
Oct 04, 2024 01:40ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» وویل د اوه ډلې هیوادونه باید د خپل د دباو له اړم څخه په فلسطین، لبنان ، سوریې او د سیمې په نورو هیوادونو باندې د صهیونیسټ رژیم د تیریو د بندولو او د فلسطینیانو د نسل وژنې د سمدستي د بندولو لپاره استفاده وکړي.
-
ایران د جرمني او د اسټریا سفیران خارجه وزارت ته احضار کړل
Oct 04, 2024 01:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د جرمني او د اسټریا سفیران د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شول.
-
اسلامي ایران د اسرائیلو نسل وژونکي رژیم له ناامنۍ سره مقابله کوي
Oct 04, 2024 01:10زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې خبرې باندې ټینګار سره که چیرې صهیونیسټ رژيم غلطۍ وکړي نو د تهران له محکم او پریکنده ځواب سره په مخامخ شي وویل
-
په نیول شویو سیمو کې د حزب الله د پوځي عملیاتو دوام
Oct 03, 2024 12:18د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د فلسطیني ملت په ملاتړ او د لبنان د دفاع په لړ کې، د لبنان د اسلامي مقاومت ځواکونو، د نیول شویو سیمو په شمال کې، په صهیونیسټي ښارګوټي کې د دښمن خوځښتونه، په څو توغندیو سره په نښه کړي دي. د دغې بیانیې له مخې، دغه توغندي په مستقیم او دقیق ډول، پر خپلو هدفونو لګېدلي دي.
-
د آسیا د همکارۍ د خبرو اترو په سرمشریزه کې د ایران د ولسمشر ګډون
Oct 03, 2024 12:16د ایران ولسمشر ډاکتر مسعود پزشکیان، په قطر کې د آسیا د ملګرتیا د خبرواترو په سرمشریزه کې ویلي چې، د بشري حقونو سرغړوونکي باید پوه شي، چې بې عدالتي به بې ځوابه پاتې نشي، صهیونیسټي تیریګر به مجازات شي، او د فلسطین تر آزادۍ پورې به د مقاومت ملاتړ ته دوام ورکړو.
-
د ایران توغندیز عملیات د اسرائیلي رژیم د ترهګرو اقداماتو پر وړاندې یو مناسب ځواب دی
Oct 03, 2024 11:59په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني، د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې ویلي چې د ایران توغندیز عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د اسرائیلي رژیم د تیریو او ترهګرو اقداماتو پر وړاندې یو ضروري او مناسب ځواب دی.
-
د یمن پوځ د یافا بې پیلوټه الوتکې په وسیله، نیول شوې سیمې په نښه کړې
Oct 03, 2024 11:55د یمن پوځ د یوې نوې اعلامیې په صادرولو سره، د تل ابیب په زړه کې د صهیونیسټانو په خلاف، د یوه بل عملیاتو د تر سره کېدو خبر ورکړی دی.