-
ونزیویلا غواړي،له ایرانه زده کړي چې څنګه ئې بندیزونه د پرمختګ په زمینې بدل کړي دي
May 05, 2025 08:09پارس تودي - د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر او د ونزویلا د علومو وزارت مرستیال د ایټمي صنعت په برخه کې د ټیکنالوژیکي ملګرتیاؤ پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، نړیواله ټولنه دې په سوډان کې د شخړو د درولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي
May 05, 2025 01:41پارس ټوډي - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي په سوډان کې پر غیر نظامي ودانیو لکه برېښناکوټونو، روغتونونو، د اوبو تصفیهخانو او غیر نظامي هوایي ډګرونو باندې د بریدونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
-
د اسلامي امت لپاره له یووالي څخه لا لوړه ګټه نشته؛د حج یو اوڅاره عمل
May 04, 2025 11:30پارس تودي - د اسلامي انقلاب معظم لارښود د حج د فریضې له مقررولو څخه الهي هدف، د بشریت د اداره کولو لپاره یو بشپړ او لارښوونکی ماډل وباله او زیاته ئې کړه: د دغې فریضې ظاهري جوړښت او ترکیب په بشپړه توګه سیاسي دی، خو د هغې د اجزاوو محتوا په بشپړه توګه معنوي او عبادي ده، څو د ټول بشریت ګټې خوندي شي.
-
ایران او روسیه د راتلونکي ټیکنالوجیو په لاره کې؛ په مصنوعي ځیرکتیا، کوانټم او فوټونیک همکاري
May 04, 2025 08:04پارس ټوډې - د ایران مرستیال ولسمشر وویل: د ایران حکومت په نویوټیکنالوژیو او اساسي علومو باندې ځانګړې تمرکز لري، په ځانګړې توګه د کوانټم او فوټونیک په برخو کې، او په دې برخه کې له روسیې سره ګډې همکارۍ ته لیواله دی.
-
اولیانوف: ایران پوره حق لري؛ د هېوادونو له ایټمي حقوقو انکار نشي کیدلی
May 04, 2025 09:40پارستودي- د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د روسيې استازي د ایران د اسلامي جمهوریت د بشپړ اټومي سونګو د بشپړ څرخې څخه د برخمنیدا د حق په اړه د دريځ په تائيد سره ټینګار وکړ چې د ایټمي وسلو د خپرېدو د مخنیوي تړون (انپيټي) د غړو هېوادونو حقونه نهشي ردېدلی.
-
د ایټالیا موټرسایکل سپاره ټوریسټان: ایران دایډونچر ټوریزم لپاره یو کم ساری ځای دی
May 04, 2025 08:27پارس ټوډې - د ایټالیا د موټرسایکل ګرځندویانو ټولنې غړیو د ګرځندوی په برخه کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د همکارۍ د پراخولو غوښتنه وکړه.
-
ایرانۍ ښځینه نښه ویشتونکې تراوسه د نړۍ د لسو غوره نښه ویشتونکو په لیسټ کې ده
May 04, 2025 08:12پارس ټوډې - هانیه رستمیان، چې یوه مشهوره ایرانۍ ملي نښه ویشتونکې ده، د نړۍ په درجه بندۍ کې د لسو غوره نښه ویشتونکو په ډله کې پاتې شوه.
-
ایراني غېږ نیوونکي د بریا په جام کې، ۹ مډالونه وګټل
May 03, 2025 10:45پارس ټوډې - د ایران آزادې او فرنګې غېږنیونې منتخب ټیمونو د ترکیې د بریا کپ په نړیوالو سیالیو کې، ۹ مډالونه وګټل.
-
د یوې ایرانۍ ښځې لپاره د نړۍ د وزن پورته کولو د سپینو زرو او برونزو مډالونه
May 03, 2025 09:50پارس ټوډې - یوې ایرانۍ مېرمنې د نجونو د وزن پورته کولو په نړیوالو سیالیو کې د ځوانانو په ډله کې د سپینو زرو او برونزو دوه مډالونه وګټل.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د دروغو تکرار او پاروونکې څرګندونې اساسي واقعیتونه نه بدلوي
May 03, 2025 09:37پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دې په بیان سره چې د دروغو تکرار، اساسي واقعیتونه نه بدلوي، ویې ویل: ایران د NPT د بنسټ ایښودونکو لاسلیک کوونکو د یوه غړي په توګه، حق لري چې د اټومي سونګو بشپړه دوره ولري.