-
د تهران مصلی؛ د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د مینه والو حضور؛ د وداع هغه مراسم چي تل پاتې شو
Jul 05, 2026 13:12پارس تودی-د اسلامي انقلاب له شهید رهبر سره د الوداع د مراسمو دویمه ورځ، د یکشنبې په سهار (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۱۴مه) په تهران کې د امام خمیني ره په مصلی کې د ایران د خلکو او یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو په پراخ او پرتمین ګډون ترسره کېږي.
-
عراقچي د حماس، حزب الله او د فلسطین د ولسې جبهې له استازو سره په کتنه کې: جنایتکاران په ټرور سره مخته نه شي تلای
Jul 05, 2026 12:41پارس تودی- د فلسطین د آزادۍ لپاره د ولسي جبهې سرمنشي لال ناجي، مرستیال سرمنشي جمیل مزهر او د فلسطیني مقاومتي غورځنګونو یو شمېر لوړپوړو غړو د شنبې په ماښام د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره وکتل.
-
پزشکیان: ما له شهید رهبر سره وداع نه ده کړې او نه یې کوم
Jul 05, 2026 12:22پارس تودی- د ایران ولسمشر جوته کړه: ما اعلان وکړ او دا وایم چي ما له شهید رهبر سره وداع نه ده کړې او نه به یې کوم، هغوی زما په زړه او زما په فکر کې ژوندی دی او تل به ژوندي وي.
-
د شهید امام خامنه ای په پاک جنازی لمونځ وشو
Jul 05, 2026 12:16پارس تودی- ایت الله جعفر سبحانی په تهران کې د امام خمینی ره په مصلی کې د ایران د قدردان خلګو په حضور سره، د مجاهد شهید حضرت ایت الله العظمی خامنه ای (قدساللهنفسهالزکیة) او د هغوی د کورنۍ د غړو په جنازې لمونځ وکړ.
-
قالیباف: د ایران د ولس بریا د امریکې او صهیونیسټي رژيم دبدبه خاورې کړه
Jul 05, 2026 05:24پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د هیڅ جنګ پيلوونکی نه دی پاتې شوی، وویل: د ایران ولس په وروستي جنګ کښې په اودریدنې او مقاومت سره،په سیاسي او پوځي ډګر کښې امریکې او صهیونیسټي رژيم ته ماتې ورکړه او د هغوي دبدبه یې ماته کړه.
-
د ایران د شهید رهبر د سپېڅلي جنازې لمونځ نن سهار ۸ بجې کیږي
Jul 04, 2026 14:40پارس ټوډې – د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې د مراسمو رسمي رسنۍ وئيلي دي، د شهید مجاهدرهبر امام خامنه اي او د هغه د کورنۍ د شهیدانو پر سپېڅلو پیکرونو به د جنازې لمونځ نن یکشنبه د سهار په اتو بجو د تهران په امام خمیني مصلی یا عیدګاه کې ادا شي البته د لمانځه دستورې به له شپږو بجو پیلیږي.
-
پر دښمن دسختې او ناڅاپي څپيړې ګوزارونه پاي نه لري
Jul 04, 2026 14:52پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا ـ فضا ځواک قوماندان وویل: د ایران قدرمن ملت ته وایم چې د هوا ـ فضا ځواک په لیکو کې ستاسو سرښندونکي به ستاسو په استازیتوب د خپل قهر غونچه ایز ګوزارونه پر دښمن وکړي.
-
په تهران کې له شهیدخامنه ای سره د الوداع میلیوني دستورې روانې دي
Jul 04, 2026 07:22د اسلامي انقلاب له شهید رهبر سره د الوداع مراسم همدا اوس په رسمي ډول د تهران د مصلی د دروازو په پرانیستلو سره د هغه مجاهد رهبر د بې شمېره مینهوالو او عاشقانو په شتون کې پیل شول
-
قالیباف ټرمپ ته؛د امریکا د ۴۰ میلیون وګړو د خوارځواکۍ غم وخوره!
Jul 04, 2026 12:58پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورامشر، د ایران د خلکو پر ضد دډونالډټرمپ دکرغیړنو څرګندونو په ځواب کې وویل: د امریکا د ۴۰ میلیون وګړو د خوارځواکۍ په اړه فکر وکړه، خپلې ستونزې پر نورو مه ورتپه.
-
په سختیو شپو ورځو کې د پاکستان د ملت د ملتیا منندوی یو
Jul 04, 2026 12:25پارس ټودې - د ایران د اسلامي شورا مشر د پاکستان د مشرانو جرګې له مشر سره په کتنې کې وویل، دوست ملتونه د سختیو په شپو ورځو کې د یوه بل ترڅنګ درېږي، او مونږ تل د پاکستان د خلکو او چارواکو د ملاتړ او ملتیا، په تیره بیا د «رمضان جنګ» پر مهال، منندوی یو.