-
نن په ايران کښې د امريکې په توغنده اي حمله کښې د ۲۹۰ شهيدو مسافرو ياد نمانځل کيږي
Jul 03, 2021 06:42د چنګاښ د مياشتې دولسمه چې د جولائۍ له دريمې نېټې سره برابره ده د ايران په مسافر وړونکې الوتکې چې له د ايران له بندر عباس څخه دبۍ ته د پرواز په حال کښې وه د امريکائي وېنسنس بحري بېړۍ د توغنده اي حملې کليزه ده.
-
ایران په سیمه کې د سولې د بیاوړتیا له نوښت ملاتړ کوی
Jul 03, 2021 01:48ایران په سیمه کې د سولې ، ثبات ، پراختیا او پیاوړتیا لپاره د سیمه ایز کړچار د رامینځته کولو له نوښت ملاتړ کوی .
-
له ستمبر څخه به هره مياشت لس ميلين ډوزه ايراني وېکسين برابرولې شي
Jul 02, 2021 13:21د ايران له کورونا سره د مقابلې ملي کمېټۍ وياند وويل، د روان کال له ستمبر يا وږي له مياشتې به هره مياشت تقريباً لس ميلين ډوزه ايراني وېکسين د روغتيا وزارت ته سپارل کيږي.
-
د ايران پارلېماني استازے: امريکه د بشري حقوقو خلاف ورزي کونکې ده
Jul 02, 2021 13:05د ايران د اسلامي شورا د جرګې استازي وويل، امريکه د نورو هېوادونو په چارو په مداخلت ، د عامه خلقو په شکنجه کولو او قتل عام او ترهه ګرو او وسلوې خرڅونکو ډلو ته په پناه ورکولو په تېره بيا ماشومان وژونکو هېوادونو په ملاتړ سره په پراخه توګه د بشري حقوقو خلاف ورزي کوي.
-
ايران ته له دولسو هېوادونو سفر ممنوع اعلان شو
Jul 02, 2021 11:09د ايران د سياحت او کلتوري ميراث وزارت مرستيال وويل، ايران له دولسو هېوادونو څخه سفر ممنوع او له څلوريشتو هېوادونو څخه د مسافرانو لپاره محدوديتونه زيات شول.
-
د برجام ژوندي کېدل د امريکې او اروپا د سختو فېصلو له غوره کولو سره تړاو لري
Jul 02, 2021 10:29په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي وويل: اوس د امريکې او درې اروپائي هېوادونو وار دے چې په برجام اېټمي موافقې پوره پابندۍ ته د ستنېدو لپاره سختې فېصلې وکړي.
-
په سائبري برخه کښې د ايران او روسيې د صلاح مشورو د پراختيا په ضرورت د دواړو هېوادونو تاکيد
Jul 02, 2021 07:37په روسيې کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفيرد اطلاعاتو په چارو کښې د روسيې د ولسمشر له خاص استازي سره کتنه وکړه او په سائبري برخه کښې د دواړو هېوادونو د صلاح مشورو د زياتولو په ضرورت يې تاکيد وکړ.
-
د لویدیځي هیوادونو له خوا د واکسنو زیرمه کول غیر انسانی اقدام دی
Jul 02, 2021 02:10تر دې دمه دامریکا له خوا د هرډول واکسنو پر واردول هم د بندیزونو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي .
-
د رهبرۍ ستر مقام محسنی اژه ای د قضاییه قوې مشر وټاکه
Jul 01, 2021 07:52حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په دغه حکم کې په اساسی قانون کې د قضاییه قوې د ماموریتونو په جدی اهتمام په ټینګار او همداراز په قضایی اداره کې د نویو ټیکنالوجیو د پراختیا ، د موجود بدلون د سندد اجرایی او بدلونی کړچار دوام ، په مسولیتونو کې د کارنده او جهادی کسانو ګنارل ، پاک لمنه قاضیانو خدماتو ته اهمیت ورکول او په عین حال کې له خلاف ورزیو سره پریکنده چلند او له خلکو سره ارتباط د قضاییه قوې له نوی مشر څخه خپلې تمې وبللې .
-
ايران د برجام لپاره زيات قيمت ادا کړ اوس د امريکې او اروپا وار دے
Jul 01, 2021 00:30په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي د دې په بيانولو سره چې ايران د برجام اېټمي موافقې لپاره زيات قيمت ادا کړے دے له امريکې او اروپائي لورو وغوښتل چې د برجام د ژوندي کولو لپاره دې ضروري فېصلې غوره کړي او هغه ژمنې چې په دغو کلونو کښې يې په ترسره کولو کښې کوتاهي کړې ده اجرا کړي.