-
دپاکستان په پنجاب کې څلور ترهه ګرهلاک او اتلس نور نیول شوی دی
Mar 26, 2016 10:09دپاکستان دپنجاب صوبې دملتان ښار پولیسو په لودران سیمې کې په یوه کور په په حملې سره د القاعدې اوطالبانو څلورترهه ګر هلاک کړی دی دغه حمله دامنیتی ځواک او وسله والو ترهه ګرو ترمینځ دنښتې لامل شوه چې پر مړو سربیره له هغه ځایه درې ترهه ګر په تښتې کې بریالی شوی دی
-
دپاکستان په پیښور کې نن هم په ترهه ګرۍ شکمن ۶۱کسان ونیول شو ل
Mar 25, 2016 09:40ډان خبری سایټ راپورورکړ دپاکستان دخیبرپختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې دپاکستان دامنیتی ځو اک له خوا په یولړ پاکونکو عملیاتو کې چې نن ئې ترسره کړی ، په ترهه ګرۍ شکمن ۶۱کسان نیول شوی دی ،داپه داسې حال کې دی چې پرون هم ۳۵شکمن کسان نیول شوی وو .
-
پاکستان به له ایران سره په پولې کې خوښ امنّیت ټینګ کړی
Mar 24, 2016 09:41دپاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادربلوچ پاکستان ته دایران داسلامی جمهوریت دولسمشر حسن روحانی دسفر په درشل کې ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې له ایران او افغانستان سره دخپل هیواد اوږ دو پولو ته په اشارې سره وویل دایران اوپاکستان پولې دتیر وخت په نسبت په لا ښه وضعیَت کې دی او ایران حتما توانیدلی له افغانستان سره خپلې پولې په ښه ډول کنترول کړی .
-
دپاکستان په پیښور کې په پاکونکو عملیاتو کې په لسګونوشکمن ترهه ګرنیول شوی دی
Mar 24, 2016 09:00دپاکستان دخیبرپختون خواه صوبې په مرکز پیښور کې په بیلابیلو سیمو کې ددغه هیواد پوځ په پاکونکو عملیاتو کې په لسګونو ترهه ګرنیول شوی دی او ویل کیږی چې دهغوی له پټنځایونو زیات شمیر وسله ،مهمات او چاو دیدونکی توکی هم کشف او ضبط شوی دی
-
له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره به د پاکستان پوځ او حکومت هڅو ته دوام ورکړی
Mar 23, 2016 11:00دپاکستان ولسمشرممنون حسین نن دپاکستان په اسلام اباد کې د دغه هیواد پوځ په سترپریډ کې چې ددغه هیواد آزادۍ دورځې په مناسبت په اسلام اباد کې ترسره شو،پخپلې ویناکې ئې دترهه ګرۍپه ضد ددغه هیواد وسله وال ځواک دعملیاتو په دوام په ټینګار سره وویل دپاکستان په شمال لودیځ قبایلی سیموکې دوسله والو مخالفوډلو په ضدپوځی عملیات نهائی مرحلې ته رسیدلی دی .
-
دپاکستان حکومت او حز ب ا...غورځنګ هم دبروکسل چاودنې په کلکه وغندلې
Mar 22, 2016 13:41دپاکستان دخارجه وزارت ویندوی نن په یولړ څرګندونو کې دبیلجیّم په پلازمینې بروکسل کې دنننیو زورو چاودنو په محکوم کولو سره دقربانیانو له کورنیو او د دغه هیواد له ملت سره خواخوږی ښودلې او هغوی ته ئې تسلیّت ویلی دی همداار ز دلبنان حزب ا...غورځنګ هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره دغه چاودنې محکومې کړی او ویلی ئې دی ، دغه چاو دنې په سیمې او نړۍ کې دتکفیری ترهه ګرو ډلو دخطرې دزیاتیدا نښه ده .
-
دپاکستان په بلوچستان کې دولس ترهه ګر هلاک شوی دی
Mar 21, 2016 10:04دپاکستان امنیتی مامورانو دبلوچستان صو بې په کوهلو کې په یولړ عملیاتو کې د وسله والو د دوو مهمو کمانډرانو پشمول دولس ترهه ګرهلاک کړی او دهغوی وسلې او تجهیزات او مهمات ئې هم تباه کړی دی
-
په افغانستان کې دسولې ټینګیدا په سیمې کې دسولې او ثبات ضمانت ورکوی
Mar 21, 2016 09:28دپاکستان دخیبر پختونخواه صو بې اعلی وزیر پرویز خټک په یولړڅرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې په سیمې کې دسولې ټینګیدا لپاره په پیل کې باید په افغانستان کې سوله اوثبات ټینګ شی ، وویل په پاکستان کې سوله دافغانستان له سولې سره نیغ په نیغه اړونده ده ، او دپاکستان ولس باید دترهه ګرۍ په ضد له یوه بل سره یوموټی او متحد شی
-
دعربستان په بندونو کې کابو دوه نیم زره پاکستان په سختو شرائطو کې شپې سبا کوی
Mar 20, 2016 11:29دپاکستان دلومړی وزیر دبهرنیو اړیکو ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز بلاخره هم وویل درسمی احصایو په اساس دعربستان په بیلابیلو بندونو کې تر دې دمه کابو دوه زره څه دپاسه څلور سوه پاکستان بندیان دی .
-
پاکستان دکابل حکومت اوطالبانوډلې ترمینځ دخبرواترو اود سولې د ټینګیدا لپاره هڅو ته دوام ورکوی
Mar 17, 2016 16:42شین هوا خبری آژانس راپورورکړ د پاکستان دخارجه وزارت ویندوی نفیس زکریا نن په اسلام اباد کې په خبری غونډې کې وویل دکابل حکومت او دطالبانو ډلې ترمینځ دخبرواترو دترسره کولو لپاره د څلو ر اړخیزې ملګرتیاډلې دغړو هیوادونو هڅې دوام لری .