-
د ټرمپ د غزې طرحه؛ د اسرائیل لپاره د مانور نقشه، نه د شخړې پای
Oct 03, 2025 10:35پارس ټوډی - د اسرائیلي ورځپاڼې «هاآرتص» د راپور له مخې، د ټرمپ طرحه د غزې د جګړې د پای لپاره روښانه نقشه نه ده، بلکې تل ابیب ته د جګړې دوام لپاره فرصت ورکوي.
-
خبرونه| د ایران دفاع وزیر: د هېواد دفاع لپاره چمتو یو
Oct 03, 2025 09:58پارس ټوډی - د ایران د دفاع او وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر وایي، "موږ تل د هېواد دفاع لپاره چمتو یو، که په موږ جګړه تحمیل شي، دا زموږ پوځي دنده ده چې دفاع وکړو."
-
روسیه: د ایران د بندیزونو بیا راستنول بې اعتباره دي / د ملګرو ملتونو پر یوه اړخیزه چلند نیوکه
Oct 03, 2025 02:42پارس ټوډې - د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر دې باندې په ټینګار سره چې د انګلستان، فرانسې او جرمني درې اروپايي هېوادونو وروستۍ هڅې د ایران د بندیزونو د بیا راګرځولو لپاره له قانوني پلوه باطلې او بې اعتباره دي، په دې اړه یې د ملګرو ملتونو د دارالانشا له خوا د عجولانه، یو اړخیزه او له صلاحیتونو څخه د وتلو په توګه د یوې اعلامیې پر خپرولو نیوکه وکړه.
-
نیویورکتایمز: امریکا د «بیا هیڅکه» وعدې د پاشلتیا په درشل کې ده
Oct 02, 2025 09:27پارس تودي - یو امریکایي رسنۍ خبرداری ورکړی چې د امریکا لخوا د بشري حقونو ادارو او نړیوالې کیفری محکمې پر ضد بایکاټونه، د نسلوژنې د تکرارد مخنیوي تاریخي ژمنې ته ګواښ پېښوي او د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوال عدالت ترلاسه شوي لاسته راوړنې یې د پاشلتیا په درشل کې راوستې ده.
-
خبرونه/ د صهیونیسټ رژیم لخوا د صمود د کاروان د دیارلسو کشتیو نیول/ایران په صمود کاروان د اسرائیلو حمله وغندله
Oct 02, 2025 05:40پارس ټوډي سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور ورکړ د صهیونیسټ رژيم د باندنیو چارو وزارت بیګا وویل د صمود د کشتیو د سمندري کاروان شپږ کشتۍ یې نیولي دي او په هغو کښې سپاره کسان په نیواکي ټاټوبو کښې یوه بندر ته د انتقالیدا په حال کښې دي.
-
مادورو: ونزویلا به هیڅکله د هیڅ استکباري امپراتورۍ انګړ نهشي
Oct 02, 2025 10:37پارس ټوډی- د ونزویلا ولسمشر د متحده ایالاتو د دولت د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو په منځ کې ټینګار وکړ چې ونزویلا به هیڅکله د هیڅ استکباري امپراتورۍ انګړ، مستعمره یا غلام نهشي.
-
د اوو ډلې نوې ادعا: ولې لوېدیځوال د ایران په وړاندې دوه مخې سیاست ته دوام ورکوي؟
Oct 02, 2025 10:35پارس ټوډې - د ایران په وړاندې د دوه مخې سیاست د دوام په ترڅ کې، د اوو ډلې (G7) ادعا کړې چې د ایران د اټومي مسلې په اړه د ډیپلوماسۍ دوام غواړي.
-
برازیل د صهیونیستي رژیم له خوا د «سولهییزو لاریونکوونکو» د نیولو په اړه نیوکه وکړه
Oct 02, 2025 10:10پارستودي - د برازیل د بهرنیو چارو وزارت د صمود کاروان د توقیف او په ځانګړي ډول د دغه هېواد د پارلمان غړې لوئیزیانه لینس د صهیونیستي رژیم د سمندري ځواکونو له خوا د نیولو غندنه وکړه.
-
د یمن انصارالله: د صهیونیستي رژیم له خوا پر صمود نړیوال کاروان برید د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده
Oct 02, 2025 09:30پارس ټوډی - د یمن انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد الفرح په یوه اعلامیه کې د صهیونیستي رژیم له خوا پر صمود نړیوال کاروان برید او د هغه کښتیو توقیف یو تجاوزکاره او غیرقانوني عمل بللی دی.
-
د مالیزیا لومړي وزیر د صهیونیستي رژیم له خوا پر صمود نړیوال کاروان برید وغانده
Oct 02, 2025 09:27پارس ټوډی - د مالیزیا لومړي وزیر د صهیونیستي رژیم له خوا د غزې تړانګې په لور د صمود نړیوال کاروان باندې برید وغانده او خبرداری یې ورکړ چې مالیزیا به د دې رژیم د ځواب ویلو لپاره ټول قانوني اقدامات ترسره کړي.