-
له اوکراین د ملاتړ بودجه په ختمیدا ده
Nov 05, 2023 02:29ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پي یر(Karine Jean-Pierre) وویل اوکراین ته د پوځي او د مالي ملاتړونو د کڅوړو د استولو لپاره د امریکا بودجه په ختمیدا ده او له ولسي جرګې کانګرس یې وغوښتل چې د ډیرو سرچینو د بیلولو لپاره د واشنګټن له غوښتنې سره موافقت وکړي.
-
د امریکا او د اروپا خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Nov 05, 2023 02:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په واشنګټن کښې پرون په زرګونو خلکو د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.
-
بې نقابه امریکا
Nov 04, 2023 12:09د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې او نیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، ددغه پروګرام په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني سیاسی،ټولنیز او اجتماعی پیښو په اړه یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدوته .....
-
عرفان پټان: په غزه کې ماشوم وژنه جریان لري او نړۍ خاموشه ده
Nov 04, 2023 09:52د افغانستان له هرې بریا وروسته د خوښۍ ډانس کوونکي د هند پخواني الرونډر عرفان پټان پخپل ایکس پاڼه کې د یوه ټویټ په کولو سره په غزه کې ماشومانو وژنې ته اشاره کړې او نړۍ ننګولې چې په دې اړه خاموشه ده.
-
څو لحظو کې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله وینا کوي
Nov 03, 2023 13:17تازه خبر دادی چې څو لحظو کې د حزب الله عمومي مشر سید حسن نصرالله وینا کوي چې د نړۍ خلک ورته انتظار دي.
-
په تانزانیا کې د صهیونیسټ ضد لاریونو په ترسره کېدو بندیز
Nov 03, 2023 10:48د تانزانیا پولیسو په دارالسلام کې د فلسطینیانو د حقوقو د دفاع او د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د محکومولو لپاره د سوله ایز لاریون د ترسره کیدو مخه ونیوله.
-
په فلسطین کې د کړکیچ د کمولو د پایلو په اړه د مسکو خبرداری
Nov 03, 2023 10:35د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د اشغال شوي فلسطین په کړکیچ کې د کړکیچ د نه کمیدل ممکن د کلونو او لسیزو لپاره پایلې ولري.
-
د فلسطین په ملاتړ او صهيونېسټ رژيم پرضد د هند زده کړیالانو لاریون
Nov 02, 2023 09:32په هندوستان کې له سختو بندیزونو سره، سره، سلګونه زده کړیالان د فلسطین د مظلوم ولس په ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندنې په موخه سوله ییز لاریون وکړ.
-
د روسیې ولسمشر: په روسیې د لویدیځ بندیزونو زیان بېرته همدې هېوادونو ته رسیدلی
Nov 02, 2023 12:52روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه حکومتي غونډه کې ویلي دي چې پر روسیې د لویدیځ بندیزونو برعکس اغېز لرلی او پر ځای یې هغو هېوادونو ته زیان رسولی چې پر مسکو یې دغه بندیزونه لګولي دي.
-
داسې ښکاري چې نړۍ په غزې کښې د جنګ د بندولو لپاره د تحرک وس نه لري
Nov 02, 2023 03:50د بشردوستانه چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال اعلان وکړ چې "په غزه کې ښځې، نارینه او ماشومان تر مرګ تر حده د لوږې او بمبارۍ سره مخامخ دي"