Jan 09, 2023 15:01 Asia/Kabul
  • پنجشیر ولایت کښې ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې زرګونه ماشومان د طالب ځواکونو له خوا د ښوونیزو مرکزونو د نیولو په وجه له زده کړو بې برخې شوې دي

د سپوتنیک د خبر له مخې طالبانو په پنجشیر ولایت کښې له وسله والو عناصرو سره د مبارزې په پلمه په دغې سیمې کښې نزدې ۵۰ ښوونیز مرکزونه په پوځي اډو بدل کړې دي.

د طالبانو د ښوونې د وزارت سرچینو په پنجشیر ولایت کښې د لسګونو تعلیمي مرکزونو د چُټي کیدو په تایید سره ویلي دي چې ځینې ښوونځي د طالب ډلې د جنګیالیو له خوا وران کړی شوي دي.

د طالبانو د ښوونې په اداره کښې یوې بلې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې په ځینو ښوونځیو کښې د طالبانو جنګیالي دیره دي او د هغو د کمپیوټرونو، ټیلیویژن او قالینونو په شمول ځیني تجهیزات ورک شوې دي. دغې سرچینې په طالبانو تور پورې کړ چې هغوي د مکتبونو تجهیزات له ځان سره وړې دي.

د دغه ولایت ځیني ښاریز وايي چې په ځلونو یې له ښوونځیو د طالبانو د وتلو غوښتنه کړې ده چې طالب مسئولان ورته پاملرنه نه کوي.

 

ټیګونه