افغان ولسمشر د خلقو لخوا د دغه هېواد د برخليک د ټاکلو په لازموالي تاکيد وکړ
(last modified Fri, 28 Dec 2018 01:09:34 GMT )
Dec 28, 2018 05:39 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر د خلقو لخوا د دغه هېواد د برخليک د ټاکلو په لازموالي تاکيد وکړ

افغان ولسمشر د افغان ولس لخوا د ولسمشريزو انتخاباتو له لارې د دغه هېواد د برخليک د ټاکلو په لازموالي تاکيد وکړ.

د افغان آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون د دې په بيانولو سره چې په اوس حال کښې افغانستان په ملي خبرو اترو کښې شتون لري وويل، د دغه هېواد ولسمشريزه انتخابات به د راتلونکي لپاره د افغان ولس د جدي فېصلې ښودونکي وي.

افغان ولسمشر زياته کړه، د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات د افغان ملت لپاره مهم دي.

د افغان ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن اعلان کړے دے چې د دغه هېواد ولسمشريزه انتخابات چې ټاکل شوې وه د راروان ۲۰۱۹ ميلادي کال د اپرېل په ۲۰ ترسره شي د دريو مياشتو په ځنډ سره به وشي.

 

ټیګونه