افغان ولسمشر د جنګ جګړو په بندولو تاکيد وکړ
Jan 10, 2019 15:34 Asia/Kabul
افغان ولسمشر په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو په بندولو تاکيد وکړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد اشرف غني په کابل کښې د ازادو خبريالانو د قدرونې په مراسمو کښې وويل، په افغانستان کښې د جنګ جګړو د ختمولو په خاطر د خبرو اترو د شروع کولو لپاره د طالب ډلې د وسله والو مخالفينو مخې ته د حکومت غېږه خلاصه ده.
هغه زياته کړه، د دغه هېواد حکومت له طالب ډلې سره د صلحې په چلند کښې له خپلو ټولو لاسته راوړنو څخه نه شي تېرېدې.
محمد اشرف غني همدارنګ وويل، په مقرره نېټه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کول له طالب ډلې سره د صلحې په چلند باندې ترجيح لري.
له طالب ډلې سره چې د صلحې په باره کښې د افغان ولسمشر څرګندونې په داسې حال کښې دي چې دغه ډله له کابل حکومت سره له هر ډول خبرو اترو څخه انکار کوي.