جرمني په جنایي جرمونو ککړ افغان او سوریایي کډوال باسي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150780-جرمني_په_جنایي_جرمونو_ککړ_افغان_او_سوریایي_کډوال_باسي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر پرون وویل چې د هغو افغان او سوريایي کډوالو د ویستلو لپاره یې غونډې ترسره کړي چې  جنایي جرمونه لري.
(last modified 2024-07-30T11:12:30+00:00 )
Jul 29, 2024 17:22 Asia/Kabul
  • جرمني په جنایي جرمونو ککړ افغان او سوریایي کډوال باسي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر پرون وویل چې د هغو افغان او سوريایي کډوالو د ویستلو لپاره یې غونډې ترسره کړي چې  جنایي جرمونه لري.

نانسی فایزر ویلي: «مونږ غواړو د تاوتریخوالي غوښتونکي مجرمین په منظم ډول وباسو».

هغه له آلمانۍ رسنۍ «بیلد ام زونتاګ» سره په مرکه کې وویل: «موږ خپلې سرچینې تر هر څه غوره ګڼو، فدرالي پولیس مکلف دي چې په دې برخه کې عمل وکړي.

د جرمني چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کډوالو د حقونو مدافعین وايي، دا ډول تګلارې کولی شي ډېری هغه کسان له ګواښ سره مخ کړي چې د جګړې له امله له خپلو هېوادونو بې ځایه شوي دي.

خو; د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتس هم تېره اوونۍ ویلي وو چې دوی به ډېر ژر د افغان کډوالو د اخراج په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.