حزب الله به اسرائیلو ته سخت ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i150930-حزب_الله_به_اسرائیلو_ته_سخت_ځواب_ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ هغه ځواب چې په بیروت کښې د صهیونیسټ رژیم جنایت ته به یې ورکړو چمتو ، حتمي او اغیز شیندونکي وي.
(last modified 2024-08-03T05:32:31+00:00 )
Aug 03, 2024 09:51 Asia/Kabul
  • حزب الله به اسرائیلو ته سخت ځواب ورکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ هغه ځواب چې په بیروت کښې د صهیونیسټ رژیم جنایت ته به یې ورکړو چمتو ، حتمي او اغیز شیندونکي وي.

هغه د صهیونیسټ رژيم لخوا د لبنان د حزب الله غورځنګ د قومندان فواد شکر ټرور ته په اشارې سره وویل هر وخت چې زمونږ کوم کس شهید کیږي نو دغه چاره زمونږ وحدت او انسجام نور پسې پیاوړی کوي.

شیخ نعیم قاسم زیاته کړه دغه شهادت به اوڅاره نتیجې او  ګټې ولري مونږ د حق خاوندان یوو او د شرارت له چورلیز سره چې صهیونیسټ نسل وژونکی رژیم دی مقابله کوو او بریالي به شو.

په تیرو څو میاشتو کښې د لبنان حزب الله غورځنګ او د مقاومت نورو ډلو له صهیونیسټ رژیم سره سخته مقابله وکړه او صهیونیسټ رژیم ته یې نا جبرانیدونکی ګوزارونه ورکړل.