د کامالا هریس د بریالیتوب چانس زیات دی
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په امریکا کښې د یوې نوي نظر سنجې نتیجې وايي احتمال شته چې د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندیده کامالا هریس به د ریپیلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ ته ماتي ورکړي.
د اکونومیسټ او د یوګاو ګډه نظر سنجې وايي کامالا هریس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې مخکښه او په زیات احتمال سره د روان میلادي کال د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پیاوړي ګټونکي ده.
د امریکا څلویښت فیصده خلکو چې د اګست د میاشتې له څلورمې تر شپږمې نیټې پورې ورسره مرکې وشوې باوري دي چې د ولسمشر اوسنۍ مرستیاله کامالا هریس د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سیالیو احتمالي بریالۍ کاندیده او اته دیرش فیصده امریکایان بیا باوري دي چې ډونالډ ټرامپ انتخابات ګټي.
بل خبر دا چې د امریکا اوسني ولسمشسر جوبایډن وویل پخوانی ولسمشر ټرامپ به په انتخاباتو کښې ماتي ونه مني.