دریو اروپايي هیوادونو له ایران وغوښتل په اسرائیلو برید مه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151276-دریو_اروپايي_هیوادونو_له_ایران_وغوښتل_په_اسرائیلو_برید_مه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی انګلستان ، جرمني او فرانسې نن په یوې ګډې بیانیې کښې له ایران څخه وغوښتل چې په صهیونیسټ رژیم باندې له حملې کولو چې د دغو دریو هیوادونو په ګومان د تاوتریخوالو د زیاتیدا او د اوربند د امکان د له مینځه تلو سبب کیږي ډډه وکړي.
(last modified 2024-08-12T04:46:43+00:00 )
Aug 12, 2024 09:14 Asia/Kabul
  • دریو اروپايي هیوادونو له ایران وغوښتل په اسرائیلو برید مه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی انګلستان ، جرمني او فرانسې نن په یوې ګډې بیانیې کښې له ایران څخه وغوښتل چې په صهیونیسټ رژیم باندې له حملې کولو چې د دغو دریو هیوادونو په ګومان د تاوتریخوالو د زیاتیدا او د اوربند د امکان د له مینځه تلو سبب کیږي ډډه وکړي.

بریتانیا له فرانسې او جرمني سره په ګډې بیانیې کښې چې نن د لندن د حکومت لخوا خپره شوه له ایران څخه د غوښتنې په ترڅ کښې وویل همدا اوس جنګ باید ختم شي او هغه ټول بندیان چې اوس هم قید دي ازاد شي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د غزې خلک له محدودیت پرته او سمدستي د مرستو ورتلو او ویشل کیدا ته ضرورت لري.