ایران تیریګر رژیم ته د ځواب د ورکولو حق لري
(last modified Mon, 12 Aug 2024 23:31:36 GMT )
Aug 13, 2024 04:01 Asia/Kabul
  • ایران تیریګر رژیم ته د ځواب د ورکولو  حق لري

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له جنګ څخه په ډډه کولو او د نړیوالې سولې او د امنیت په پیاوړي کولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځونو باندې ټینګار سره وویل د ټولو نړیوالو مقرراتو او اوصولو پراساس د هر هیواد لپاره چې تیری ورباندې شوی دی تیریګر ته د ځواب د ورکولو او د دفاع حق خوندي دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د واټیکان د لومړي وزیر«پیترو پارولین» ټیلي فوني تماس ته په ځواب کښې په نړۍ کښې د سولې ، ثبات او د امنیت د ټینګولو په ملاتړ کښې د واټیکان د دریځونو په قدرونې سره په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د سمدستي بندولو، د دغه سیمې د کلابندۍ د ختمولو او د بشري حقوقو له ارګانونو او نړیوالو ټولنو سره د سلامشورې له لارې خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره د واټیکان د لا فعال رول د لوبولو غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر پزشکیان له جنګ او  وینې بهیدا څخه په ډډه کولو او بیزارۍ او د نړیوال امنیت او د سولې په لوړتیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځونو باندې ټينګار سره د ماشومانو او د ښځو په وژلو کښې د صهیونیسټ رژيم اقدامات او په ښوونځیو او روغتونونو باندې بریدونه او دغه راز د اسماعیل هنیه په ټرور کښې د اسرائیلو رژيم جنایتکارانه اقدام د ټولو قانوني او د انساني اصولو پرخلاف وباله او ډاګینه یې کړه له ټولو نړیوالو مقرراتو او اصولو سره سم د هغه هیواد لپاره چې تیری ورباندې شوی دی تیریګر ته د ځواب ورکولو او  دفاع کولو  حق خوندي دی.

 

ټیګونه