باقري : امریکا د صهیونیسټانو په جرم کې شریکه ده
د ایران پریس د خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې په دوحه کې د غزې د اوربند خبرو ته په اشارې سره د خبرو اترو په میز کې د تل ابیب د بدلوظیو په اړه خبرداری ورکړ .
باقري په دې ټیلیفوني خبرو کښې په غزه کښې د قتل عام او جنایتونو د بندولو لپاره د صهیونیسټي تیریګرو د مجبورولو لپاره له ټولو ظرفیتونو په استفادې ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې په غزه کښې د صهیونیسټانو د نسل وژنې د بندولو لپاره د ډیپلوماټیکو فعالیتونو په شمول د هراړخیزو هڅو او عملي اقداماتو د دوام په ضرورت ټینګار وکړ.
قطر، مصر او امریکا د غزې په تړانګه کې د اور بند د خبرو اترو د میانئځی ګړیو په توګه، په دوحه کې د اوربند لپاره یوې موافقې ته د رسیدو په هدف خبرې اترې وکړې، چی بې نتیجې پاتې شوې.
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې د لویدیځو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره صهیونېسټ رژیم د غزې په تړانګه او د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د بې دفاع او مظلومو فلسطینیانو په خلاف یو نوی ډله ایز قتل عام پیل کړی دی.
د وروستیو راپورونو له مخې په غزې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې څه دپاسه څلویښت زره فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه ۹۲ زره ژوبل شوی دی .