د افغانستان د ریلی کنسرسیوم په دریځ د ایران د ریل لارې شرکت غبرګون
(last modified Sat, 17 Aug 2024 08:30:57 GMT )
Aug 17, 2024 13:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ریلی کنسرسیوم په دریځ د ایران د ریل لارې شرکت غبرګون

د ایران ریل لارې شرکت وویل د اسلامي ایران په ریلي حدودو د «افغانستان ریلي کنسرسیوم» په نامه د خصوصي ریلی شرکت د کسانو له تیري وروسته، مونږ هیحکله د اسلامي ایران په ریلی حریم د تیري اجازه نه ورکوو.

د فارس خبري اژانس د اقتصاد ډلې د راپور له مخې، د ریل لارې د شرکت د اعلان مطابق، د اسلامي ایران په ریلي حدودو د «افغانستان ریلي کنسرسیوم» په نامه د خصوصي ریلی شرکت د کسانو له تیري وروسته، لاندیني ټکي بیانیږي.

 ۱: د اسلامي ایران په حدودو کې د هر ډول ناقله الاتو منجمله ریل انجڼ، واګن ډبې او...یوازې د اسلامي ایران د ریل لارې د قوانینو په اساس او د دوي په اجازت سره ممکن دی.

۲: هیڅ حقیقي یا حقوقي کس او هیڅ ایرانی یا غیر ایرانی خصوصي شرکت له دې قاعدې مستثنی نه دی.

۳: په تېرو ورځو کې د افغانستان د ریلی کنسرسیوم خصوصي شرکت پورې اړوندو کسانو د اسلامي ایران په ریلي حدودو کې غیر قانوني اقدامات وکړل چې د اسلامي ایران د ریل لارې د فني او حفاظتي کسان له منع کولو وروسته، متاسفانه د دغه کنسرسیوم کسانو  د اسلامي ایران د ریل لارې ادارې کسان ووهل وټکلو او د هغوي د ګاډي ښیښې هم ماتې کړې.

۴:د افغانستان د ریلی کنسرسیوم د خصوصي شرکت عواملو بې اجازې د اسلامي ایران په خاوره کې د میوتک تم ځای د غیر قانوني نیول اقدام وکړ او د ودانۍ د قفل په ماتولو سره تم ځای ته داخل شول.

 ۵: په سوشل میډیا کې د خپرو شویو کلپیونو او د لوکو موټیو یا ریل ګاډي انجڼ لپاره د رامینځته شوې سانحې په اړه اطلاع رسول کیږي چې:

الف: دغه انجڼ ولاړ و او هیڅ خطر ورته نه و.

ب: دغه ویډیو د تېرو اونیو په مینځ کې د رسندویي تبلیغاتو په هدف جوړه شوې خو د کنسرسیوم مدیریت وروسته له دې چې د غیر قانوني او مجرمانه اقداماتو په وجه تر قضایي او قانوني تعقیب لاندې ونیول شول، د جعمې په ورځ یې په انټرنیټ کې د دغه ویډیو په پراخه توګه د خپرولو اقدام وکړ چې  په رسندویي تبلیغاتو سره د اسلامي ایران ریل لارې ادارې تر فشار لاندې راولي او د قانوني اعمالو مخه ونیسي.

 ج: د اسلامي ایران د ریل ګاډي د حرکت او تګ راتګ له قوانینو څخه د ریلي خصوصي کنسوسیوم  شرکت د کسانو سرغړونې او  د اسلامي ایران په ریلي حدودو کې د بې اجازې تګ لپاره د هغوي ارادې ته په پام سره، د پټلۍ بندول یو مخنیوونکی اقدام او د تیري د فدع کولو لپاره ګڼل کیږي.

د ریل ګاډي ادارې د اعلان مطابق د اسلامي ایران د اسلامي ایران په حدودو کې د هر ډول ناقله الاتو منجمله ریل انجڼ، واګن ډبې او...یوازې د اسلامي ایران د ریل لارې د قوانینو په اساس او د دوي په اجازت سره ممکن دی. او هیڅ حقیقي یا حقوقي کس له دغه قوانینو د سرغړونې حق نه لري.

 

 

 

ټیګونه