امریکا ادعا وکړه د ایران د بې پایلوټه الوتکو هرکلی زیات شوی
(last modified Sun, 18 Aug 2024 09:47:13 GMT )
Aug 18, 2024 14:17 Asia/Kabul
  • امریکا ادعا وکړه د ایران د بې پایلوټه الوتکو هرکلی زیات شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په امریکا کښې یوې دفاعي فکر کوټې ادعا وکړه چې د ایران بې پایلوټه الوتکې له اوکراین او اسرائیلو ډیر ورهاخوا په دوو نورو لویو وچو کښې لیدل شوي دي چې دغه موضوع د ایران له جوړو وسلو څخه د استفادې د زیاتیدا ښودنه کوي.

له ډیموکراسیو د دفاع فاونډیشن چې تمرکز یې د امریکا په ملي امنیت او خارجي سیاست دی وویل  په داسې حال کښې چې د امریکا حکومت زیاته هڅه کوي چې د اسرائیلو پرضد د ایران د بې پایلوټه الوتکو او د توغندوي حملې مخنیوي وکړي یا هغه محدوده کړي لویدیځه اسیا سیمه د ایران له جوړو وسلو او توغندیو څخه ډکه شوي ده.

د امریکا د فکر د دغه کوټې د شننې پراساس د ایران اسلامي جمهوریت له یوه مساعد نړیوال چاپیریال څخه د ګټه د پورته کولو په حال کښې دی چې ځان د وسلو په یوه خرڅونکي بدل کړي چې معلومه بیلګه یې د شاهد یوسل شپږدیرش(Shaid-136) ډوله بې پایلوټه الوتکې دي چې د اوکراین پرضد د روسیې په جنګ کښې یې مهم رول لرلی دی.

 

ټیګونه