په امریکا کښې د فلسطین ملاتړو مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151502-په_امریکا_کښې_د_فلسطین_ملاتړو_مظاهرې_وکړې
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی په شیکاګو کښې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د کنونشن د ترسره کیدا په درشل کښې د واشنګټن په جنګ غواړو سیاستونو او په غزې تړانګه کښې له صهیونیسټ رژيم څخه د امریکا په ملاتړونو باندې ګڼ شمیر اعتراض کونکو خپل اعتراض څرګند کړ.
(last modified 2024-08-19T05:24:17+00:00 )
Aug 19, 2024 09:50 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې د فلسطین ملاتړو مظاهرې وکړې

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی په شیکاګو کښې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د کنونشن د ترسره کیدا په درشل کښې د واشنګټن په جنګ غواړو سیاستونو او په غزې تړانګه کښې له صهیونیسټ رژيم څخه د امریکا په ملاتړونو باندې ګڼ شمیر اعتراض کونکو خپل اعتراض څرګند کړ.

د امریکا څو سوه کسان  او په تیره بیا مسلمان  شخصیتونه  او د دوې متحدان چې په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم له حملو د امریکا د حکومت په ملاتړ او د ملکي فلسطیني وګړو د مړینې په زیاتیدا غصه دي د ډیموکراټ ګوند په سیاستونو کښې د بدلونونو د راوستلو غوښتنه کوي.

د امریکا اعتراض کونکي نیت لري د اسرائیلو پرضد د وسله وال بایکاټ لګولو لپاره په ډیموکراټ ګوند دباو راولي.

د امریکا اعتراض کونکي په داسې شرایطو کښې په ډیموکراټ ګوند باندې د دباو د راوستلو هڅه کوي چې ټاکل شوي ده دغه ګوند په شیکاګو کښې خپل ملي کنونشن له نن ورځې څخه تر راتلونکو دریو ورځو پورې ترسره کړي.

د نسل کشۍ پرضد د پلاوي په نوم د فلسطین ملاتړي ډلې ویلي دي د ډیموکراټ ګوند د څلور ورځني کنونشن په بهیر کښې د بیان ازادۍ ازمویل کیږي.