اسرائیلو پینځلس زره زیرمه ځواکونه وربللي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151546-اسرائیلو_پینځلس_زره_زیرمه_ځواکونه_وربللي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ» د دغه رژیم د پینځلس زره زیرمه ځواکونو د وربللو حکم ورکړی دی.
(last modified 2024-08-19T20:57:19+00:00 )
Aug 20, 2024 01:24 Asia/Kabul
  • اسرائیلو پینځلس زره زیرمه ځواکونه وربللي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ» د دغه رژیم د پینځلس زره زیرمه ځواکونو د وربللو حکم ورکړی دی.

د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر «یواو ګالانټ »په غزې تړانګه کښې د جنګونو د دوام او د لبنان د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ او د صهیونیسټ رژيم د جنګ د رامینځته کیدا د احتمال په درشل کښې له پینځودیرشو کلونو د بره زیرمه ځواکونو د احضاریدا حکم ورکړی دی.

دغه کسان له دې مخکې په پوځ کښې له شتون څخه معاف شوي وو خو د جنګ په حالاتو له غور وروسته دغه کسان اوس د جنګ لپاره وربلل شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو له دې مخکې هم د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ له دوام سره په یووخت د دغه رژیم په پوځ کښې د ځواکونو د کمیدا په کړکیچ اعتراف کړی دی.

د صهیونیسټ رژیم دولسم ټیلي ويژن له پوځ څخه د وتلو لپاره د پوځیانو درخواستونو زیاتیدا نه یوازې د پوځ کړکیچ بلکې د اسرائیلو رژیم بحران وباله او ویې ویل دغه موضوع اندیښمنونکي ده.