لبنان باندې د اسرائیلو هوايي بریدونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i151566-لبنان_باندې_د_اسرائیلو_هوايي_بریدونه_دوام_لري
د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو د لبنان د سویل او ختیځ مختلفې برخې بمباري کړې.
(last modified 2024-08-20T04:54:36+00:00 )
Aug 20, 2024 09:23 Asia/Kabul
  • لبنان باندې د اسرائیلو هوايي بریدونه دوام لري

د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو د لبنان د سویل او ختیځ مختلفې برخې بمباري کړې.

ایسنا لیکلي چې د اسرائیلو نسل د وژونکي رژیم جنګي الوتکو د لبنان په ختیځ کښې "البقاع" سیمه او همداشان یې د دغه هیواد په سویل کښې "الطیبه" سیمه او د "المنصوري" سیمې د خواوشا برخې بمباري کړې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت د وینا له مخې، په البقاع سیمې باندې د اسرائيلو د جنګي الوتکو د بریدونو له امله اته تنه ژوبل شول.

د اسرائیلو د پوځ جنګي الوتکو همداشان د لبنان په ختځ کښې په "بعلبک" کښې په یوې سیمې بمباري وکړي چې له امله یې لږترلږه څلور کسان زخمي شول.

خو د مقاومت جنګیالیو هم د دغو بریدونو په ځواب کښې، درې ځلې د نیواکي جولان لوړې، الحوله سیمه او له مخکښې نه خالي شیمې ځینې نورې سیمې په ۶۰ توغندیو ویشتې دي.

په عین حال کښې اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی چې د نیواکي سیمو د شمال په هغو ځایونو باندې د لبنان د مقاومت د ځواکونو د درنې حمله په هکله چې مخکښې پرې حمله نه ده شوې، پراخې اندیښنې موجودې دي.

ژه غزه کښې د جګړو د روان کړکیچ په دوران کښې د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر یوآو ګالانټ، د لبنان د حزب ا... د بریدونو له ویرې، له ۲۵ کالو د پورته عمر لرونکو ۱۵ زره زیرمه ځواکونو د رابللو حکم صادر کړی دی.