ایران او عربستان د تهران – ریاض د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152062-ایران_او_عربستان_د_تهران_ریاض_د_اړیکو_د_پراختیا_هرکلی_وکړ
په ریاض کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پراخولو لپاره د ایران او سعودی عربستان د ملګرتیاو هرکلی وکړ.
(last modified 2024-09-04T22:28:26+00:00 )
Sep 05, 2024 02:52 Asia/Kabul
  • ایران او عربستان د تهران – ریاض د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ

په ریاض کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پراخولو لپاره د ایران او سعودی عربستان د ملګرتیاو هرکلی وکړ.

ایران او سعودي عربستان له څه باندې دوو کلونو خبرو اترو او بحثونو وروسته د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۰مه نېټه د چین په پلازمېنه بېجینګ کې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د ادارو د چارواکو تر منځ له څو ورځنیو غونډو او خبرو اترو وروسته، د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو د عادي کولود  موافقی خبر ورکړ

دواړو هېوادونو له ۲۰۱۶ کال راهیسې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې.

په دې تړاو او د ایرنا د راپور له مخې؛ په ریاض کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر علیرضا عنایتی د فلسطین د ملاتړ په غونډه کښې د ګډون لپاره سعودی عربستان ته د ایران د پخوانی ولسمشر شهید سید ابراهیم رئیسی د سفر د ویډیو په خپرولو سره د دواړو هېوادونو د سفیرانو حضور ته په اشارې سره لیکلي دي: د تهران او ریاض اړیکې د روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره د دواړو هېوادونو د مشرانو په اراده به خپلې لوړې کچې ته ورسېږي.

علی رضا عنایتی د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۵ نیټه ریاض ته ورسید او د سعودی عربستان د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو له تود هرکلی وروسته یې په ایران کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر په توګه خپل رسمی فعالیت پیل کړ.