ترکیې د عراق په شمال هوايي برید وکړ
Sep 07, 2024 08:43 Asia/Kabul
د ترکیې د پوځ جنګي الوتکو د عراق په شمال کښې یوه سیمه بمباري کړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د ترکیې د پوځ جنګي الوتکو د عراق په دهوک ولایت کښې د «العمادیه» سیمې «متینا» غریزه سیمه بمباري کړه.
د عراق په یادې سیمې د ترکیې د پوځ د جنګي الوتکو د حملې د احتمالي تاوانونو په هکله جزئیات نه دي رپورټ شوې.
له دې مخکښې د ترکیې دفاع وزارت ویلي وو چې (پي، کی، کی) ۲۷ کسان یې د عراق په شمال باندې په هوايي بمباریو کښې وژلي دي.
ترکیه له ډیرې مودې راهیسې د ترکیې د کاګرانو د ګوند (پي کی کی) په نامه د وسله والې ډلې له عناصرو سره د مقابلې په پلمه چې د ترکیې، امریکې او اروپايي اتحادیې د ترهګرو ډلو په لیسټ کښې شامل دي، د عراق د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزي کوي.
ټیګونه