د یمن انصار الله غورځنګ په اسرائیلو توغندی وویشته
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152396-د_یمن_انصار_الله_غورځنګ_په_اسرائیلو_توغندی_وویشته
مهر خبري اژانس راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ د اسرائیلو رژيم په مرکز کښې د تل اویو اللد هوایي ډګر ته نږدې په یوې سیمې باندې د توغندي د ویشتل کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2024-09-15T07:28:33+00:00 )
Sep 15, 2024 11:53 Asia/Kabul
  • د یمن انصار الله غورځنګ په اسرائیلو توغندی وویشته

مهر خبري اژانس راپور راکړی د یمن انصار الله غورځنګ د اسرائیلو رژيم په مرکز کښې د تل اویو اللد هوایي ډګر ته نږدې په یوې سیمې باندې د توغندي د ویشتل کیدا خبر ورکړ.

د صهیونیسټ رژيم  پوځ د یمن د انصار الله غورځنګ له توغندوي حملې وروسته د دغه توغندي په له مینځه وړلو کښې په خپلې ناتوانۍ اعتراف وکړ او په تل اویو  باندې د دغه توغندي لګیدل یې تائید کړل.

ویل کیږي له یمن څخه په اسرائیلو ویشتل شوی توغندی خاطم دوه په نوم بلاسټیک دی کوم چې د یمن د وسله والو ځواکونو پرمختللی توغندی ګڼل کیږي.

د اسرائیلو د پوځ راډیو هم راپور ورکړ چې د یمن بلاسټیک توغندی له یمن څخه په دوه زره کلومیټره واټن وهلو سره د نیواکي ټاټوبو تر زړه پورې پینځلس دقیقي مزل کړی دی.

د صهیونیسټ رژيم پوځ حاضردمه د یمن د دغه توغندوي حملې په هکله د خپلې استخباراتي ماتي په هکله تحقیقات پیل کړي دي.

بل خبر دا چې د صهیونیسټ رژيم رسنیو په نیواکي ټاټوبو کښې پناه ځایونو ته د دوه میلیونه او د درې لکه پینځه شپيته زره صهیونیسټانو د تښتیدا خبر ورکړ.

په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په دوام سره د یمن د انصار الله د مقاومت ځواکونو په نیواکي ټاټوبو باندې د توغندیو د ویشتلو او د صهیونیسټ رژيم د بندرونو په لور د تلونکو کشتیو د مخه د نیولو اقدام کړی دی.