صهیونیسټ رژيم د خوند لپاره فلسطینیان وژني
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152408-صهیونیسټ_رژيم_د_خوند_لپاره_فلسطینیان_وژني
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي » وویل صهیونیسټان د انسانانو داسې قاتلان دي چې د تفریح او خوند لپاره خلک وژني.
(last modified 2024-09-15T06:34:37+00:00 )
Sep 15, 2024 10:13 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم د خوند لپاره فلسطینیان وژني

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي » وویل صهیونیسټان د انسانانو داسې قاتلان دي چې د تفریح او خوند لپاره خلک وژني.

هغه د صهیونیسټ جنایتکار رژیم د بې پایلوټه الوتکې په وحشیانه برید کښې د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح کښې د فلسطین د دوو ملکي وګړو د شهادت په هکله د یوې ویډیو خپریدا ته په اشارې سره وویل په فلسطین کښې د صهیونیسټانو جنګي جنایتونه په لویدیځو هیوادونو کښې د بشري حقوقو د دروغجنو  مدعیانو په ټنډه باندې د شرم داغ دی.

صهیونیسټ رژيم د تیر میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو په ملاتړونو سره د فلسطین د مظلومو او د بې دفاع خلکو پرضد په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې پراخه وژله پیل کړي ده او د اسرائیلو د نیواکګر رژيم د جنایتونو په مقابل کښې د بشري حقوقو د ارګانونو او د نړیوالې ټولنې چوپتیا د صهیونیسټانو د جنګي ماشین لخوا د فلسطیني ماشومانو او د ښځو د وژلې د دوام سبب شوي ده.