د لویدیځو هیوادونو دروغجنې ادعاګانې د ګټورو خبرو خنډ دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل تر هغه وخته چې اروپایان او نور لویدیځ هیوادونه وغواړي له دروغو په ډکو ادعاګانو سره د ډير دباو لپاره زمینه برابره کړي هیڅ ډول ګټورې خبرې به ونشي.
هغه نن وویل د ایران په هکله د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د انګلستان، د فرانسې او د جرمني بې اساسه او بې بنسټه تورونه له صهیونیسټ رژيم څخه د دوې د ړنده اغیزمنلو نښه او د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د بې اعتمادۍ د پیغام لرونکي دي.
د ایران د پارلمان مشر قالیباف ټینګار وکړ د اروپايي هیوادونو له دروغو د ډکو ادعاګانو تکراریدل د ډيپلوماسۍ او د خبرو له غوښتنې سره سمون نه خوري.
د جرمني خارجه وزارت د فرانسې او د انګلستان د حکومتونو په استازي توب په یوې خبر پاڼه کښې چې د سپتمبر د میاشتې په لسمه نیټه یې خپره کړه د ایران د هوايي ټرانسپورټ د صنعت پرضد د نویو بایکاټونو د لګولو خبر ورکړ.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دوام کښې د نړۍ د مسلمانانو ترمیځ د وحدت په هکله هم وویل نن سبا د دنیا مسلمانان په یوه غږ او یوزړه سره د فلسطین د مسلې په هکله یوشان نظر لري.