د لویدیځو هیوادونو دروغجنې ادعاګانې د ګټورو خبرو خنډ دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152414-د_لویدیځو_هیوادونو_دروغجنې_ادعاګانې_د_ګټورو_خبرو_خنډ_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل تر هغه وخته چې اروپایان او نور لویدیځ هیوادونه وغواړي له دروغو په ډکو ادعاګانو سره د ډير دباو لپاره زمینه برابره کړي هیڅ ډول ګټورې خبرې به ونشي.
(last modified 2024-09-15T06:59:13+00:00 )
Sep 15, 2024 11:22 Asia/Kabul
  • د لویدیځو هیوادونو دروغجنې ادعاګانې د ګټورو خبرو خنډ دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل تر هغه وخته چې اروپایان او نور لویدیځ هیوادونه وغواړي له دروغو په ډکو ادعاګانو سره د ډير دباو لپاره زمینه برابره کړي هیڅ ډول ګټورې خبرې به ونشي.

هغه نن وویل د ایران په هکله د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د انګلستان، د فرانسې او د جرمني بې اساسه او بې بنسټه تورونه له صهیونیسټ رژيم څخه د دوې د ړنده اغیزمنلو نښه او د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د بې اعتمادۍ د پیغام لرونکي دي.

د ایران د پارلمان مشر قالیباف ټینګار وکړ د اروپايي هیوادونو له دروغو د ډکو ادعاګانو تکراریدل د ډيپلوماسۍ او د خبرو له غوښتنې سره سمون نه خوري.

د جرمني خارجه وزارت د فرانسې او د انګلستان د حکومتونو په استازي توب په یوې خبر پاڼه کښې چې د سپتمبر د میاشتې په لسمه نیټه یې خپره کړه د ایران د هوايي ټرانسپورټ د صنعت پرضد د نویو بایکاټونو د لګولو خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دوام کښې د نړۍ د مسلمانانو ترمیځ د وحدت په هکله هم وویل نن سبا د دنیا مسلمانان په یوه غږ او یوزړه سره د فلسطین د مسلې په هکله یوشان  نظر لري.