د لبنان ترهګریزه پیښه، د لوېدیځو هېوادونو لپاره د شرم خبره ده
(last modified Thu, 19 Sep 2024 01:55:36 GMT )
Sep 19, 2024 06:25 Asia/Kabul
  • د لبنان ترهګریزه پیښه، د لوېدیځو هېوادونو لپاره د شرم خبره ده

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په لبنان کې ترهګریزه پېښه د لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا د امریکا لپاره د شرم خبره وبلله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ د ایران د حکومت په غونډه کې په لبنان کې د سه شنبې ورځې پېښو ته په اشارې سره، دغه ډول پېښې د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا لپاره د شرم خبره وګڼله، چې د خپلو غیر انساني اهدافو د پرمخ وړلو لپاره له هر ډول امکاناتو څخه کار اخلي.

پزشکیان څرګنده کړه:  دا چې هغه وسیلې چې په دودیز ډول د انسانانو د هوساینې لپاره رامنځته شوي د هغه چا پروړاندې د وحشت او ویجاړۍ د وسیلې په توګه کارول کېږي چې نظرونه یې زموږ سره همغږي نه دي ، د انسانیت د زوال او وحشيتوب او جنایت د غلبې ثبوت دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر زیاته کړه: دې پېښې یو ځل بیا وښودله چې که څه هم لوېدیځ هېوادونه او امریکایان په ظاهره ادعا کوي چې د اوربند په لټه کې دي، خو په عمل کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو، وژنو او ړندو وژنو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي.

د لبنان حزب الله د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر ۱۷مه) په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د پیغام تر لاسه کولو یو شمېر وسایل «پیجر»  چې د حزب الله د مختلفو واحدونو او بنسټونو د یو شمېر کارکوونکو لخوا کارول کېدل، د صهیونیسټي رژیم لخوا په یوه ترهګریز عمل کې وچول شول.

د لبنان د روغتیا وزارت د تازه راپور له مخې، په دغه ترهګریز عمل کې ۱۲ کسان شهیدان او څه دپاسه درې زره نور ژوبل شوي دي.

ټیګونه