په غزه او لبنان کې په پراخه کچه نسل وژنه روانه ده
د ایران د حکومت ویاندې وویل، له بده مرغه په غزه او لبنان کې، د نژاد پرست رژیم له ناوړه او لیونتوب چلند سره مل، په پراخه پیمانه نسل وژنه روانه ده.
د ایران د څوارلسم حکومت ویاندې«فاطمې مهاجراني» د سه شنبې په ورځ په لومړني خبري کنفرانس کې زیاته کړه، نیویارک ته د ولسمشر او ورسره پلاوي سفر په داسې حال کې دی چې په غزې تړانګه کې په پراخه پیمانه عامه وژنه روانه ده او په لبنان کې د دغه بریدونو دوام، د سیمې ولسونه د ګواښ او جګړې په درشل کې راوستي دي.
مهاجراني څرګنده کړه، د ایران ولسمشر به نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړي چې د تاوتریخوالي، بې زغمۍ، جنګ غوښتنې، زور زیاتي پر وړاندې د ایران د خلکو د مقام، حیثیت او لیدلوري انعکاس استازی وي او په همدې حال کې، د یوه ښکلي، پرمختللي او همکارۍ ژوند په تړاو د ایران د خلکو نه ختمېدونکې لېوالتیا د نړۍ ولسونو ته بیان کړي.
د ایران د حکومت ویاندې وویل، د ایران ولسمشر د سیمې او بهر د مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د پراختیا او د جنګ او دښمنۍ پر ځای د سولې او همکارۍ د پیل پیلامه ده.