ایران له اسرائیلو د اروپايي اتحادیې د ملاتړ په بندیدو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152644-ایران_له_اسرائیلو_د_اروپايي_اتحادیې_د_ملاتړ_په_بندیدو_ټینګار_وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو پيغام په خپرولو سره، له جنایتکاره صهیونیسټي رژیم څخه د اروپآيي اتحادیې د حمایتونو په بندیدو ټینګار وکړ.
(last modified 2024-09-25T04:49:23+00:00 )
Sep 25, 2024 09:17 Asia/Kabul
  • ایران له اسرائیلو د اروپايي اتحادیې د ملاتړ په بندیدو ټینګار وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو پيغام په خپرولو سره، له جنایتکاره صهیونیسټي رژیم څخه د اروپآيي اتحادیې د حمایتونو په بندیدو ټینګار وکړ.

د بهرنیو سیاست او امنیتي چارو کښې د اروپايي اتحادیې جګ پوړي استازي تیره شپه په نیویارک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له دغې کتنې وروسته په ایکس ټولنیزه شبهکه کښې یو پيغام کښې ولیکل: په دې کتنې کښې مو ټینګار وکړ چې اروپايي اتحادیه دې له اسرائیلو څخه د خپلو ځینو غړو ملاتړ ودروي او د هغه پر ځاې دې په سیمه کښې د اسرائيلو له خوا د کړکیچ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره یو واحد دریځ غوره کړي.

د عراقچي په پيغام کښې راغلي دي: د ایټمي مذاکراتو، د لبنان خلاف د اسرائیلو د تیري له امله په مینځني ختیځ کښې رامینخټه شوي خطرناک حالت، د یوکرین د موضوع او هم د بشري حقوقو په اړه له دوه ګونې معیارونو د ډډه کولو د ضرورت په شمول د ګډې اندیښنې او دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله مو په بهرني سیاست کښې د اروپايي اتحادیې له لوړرتبه استازي جوزپ بورل سره خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر تیره جمعه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په نهه اویایمې غونډې کښې د ګډون په موخه د یو پلاوي په مشرۍ نیویارک ته تلی او په تیرو ورځو کښې یې د لبنان، عربستان، ازبکستان، بلغاریا، بحرین، کویت او کیوبا په شان هیوادونو له خارجه وزیراو چارواکو او همداشان یې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له مشر، د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له عمومي منشي او د غزې په چارو کښې د ملګرو ملتو له غږملونکي سره ملاقاتونه وکړل.

په عین حال کښې ملګرو ملتو په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې د اسرائیلو رژیم په غزې باندې په خپلو بریدونو کښې ممنوعه وسلې استعمالوی.

امریکا، برطانیه او جرمني په دغه جنګ کښې د صهیونیسټي رژیم ترټولو ستر ملاتړي دي او وسلې ورکوي.