نیپال کښې سختو بارانونو سلګونو کسان مړه او ژوبل کړي
(last modified Mon, 30 Sep 2024 09:51:40 GMT )
Sep 30, 2024 14:21 Asia/Kabul
  • نیپال کښې سختو بارانونو سلګونو کسان مړه او ژوبل کړي

ایران پرس خبري اژانس راپور راکړی په نیپال هیواد په تیره بیا پلازمینه کښې د سختو بارانونو او د سیلاب له کبله کابو یوسل دوه نوي کسان وژل شوي دي.

د نیپال هیواد د ختیځ او د مرکز چې د پلازمینې کټمنډو زیاتې سیمې پکښې شاملې دي له تیرې جمعې ورځې راهسې تر اوبو لاندې شوي دي او له پلازمینې نورو سیمو ته  اکثرو  تلونکو سړکونو ته یې ډیر تاوانونه رسولي دي.

د نیپال د کورنیو چارو وزارت وویل په دغه هیواد  کښې د سختو بارانونو، سیلاب او د ځمکې د ښوویدا له کبله څه د پاسه یوسل دوه نوي کسان وژل شوي او یودیرش نور ژوبل شوي هم دي.

د نیپال د پولیسو ویاند هم د ځمکې د ښوویدا له کبله په ګاډو کښې د کابو پینځو دیرش کسانو د ښخیدا خبر هم ورکړی دی.

د نیپال پوځ له سختو بارانو، سیلاب او د ځمکې له ښوویدا وروسته له هیلي کوپټرونو او کشتیو په استفادې سره څلور زره خلک امن سیمو ته انتقال کړي دي.

 

ټیګونه