په نیول شویو سیمو کې د حزب الله د پوځي عملیاتو دوام
د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د فلسطیني ملت په ملاتړ او د لبنان د دفاع په لړ کې، د لبنان د اسلامي مقاومت ځواکونو، د نیول شویو سیمو په شمال کې، په صهیونیسټي ښارګوټي کې د دښمن خوځښتونه، په څو توغندیو سره په نښه کړي دي. د دغې بیانیې له مخې، دغه توغندي په مستقیم او دقیق ډول، پر خپلو هدفونو لګېدلي دي.
د لبنان حزب الله هم نن سهار په خپلو لومړنیو عملیاتو کې، د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د راغونډېدو ځای په « حانیتا » اډې کې، د توپونو په وسیله په نښه کړ.
له بلې خوا، د لبنان پر مختلفو سیمو د صهیونیسټي رژیم حملې اوس هم دوام لري.
صهیونیسټي رژیم نن سهار، د بیروت پر الباشوره سیمې د سپینو فاسفورس لرونکو بمونو په وسیله حمله وکړه .
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې، په دې برید کې لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي شهیدان او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د لبنان د روغتیا وزارت همدارنګه راپور ورکړی چې د تیرې ورځې او شپې په اوږدو کې د صهیونیسټي رژيم د حملو له امله، ۵۵ کسان شهیدان او ۱۵۶ نور بیا ټپیان شوي دي.
په عین حال کې د لبنان د کړکېچ د مدیریت ادارې هم ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نېټې راهیسې تراوسه، د دغه هېواد ۱۹۲۸ اتباع شهیدان شوي دي. په دغه هېواد د صهیونیسټي رژیم په تیریو کې ۲۹ زره او ۲۹۰ لبنانیان هم ژوبل شوي دي.
دغه سازمان همدارنګه په دغه هېواد کې د کډوالو شمېر له یو میلیون او دوه سوه زرو څخه زیات اعلان کړی دی.