ایران د جرمني او د اسټریا سفیران خارجه وزارت ته احضار کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د جرمني او د اسټریا سفیران د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شول.
د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اروپا د چارو مسوول مجید نیلي احمد ابادي وویل د صهیونیسټ رژیم په تنبیه کولو کښې د ایران په اغیز شیندونکي ، مسوولانه او جایز ځواب باندې اعتراض کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د استازیو په احضارولو کې د جرمني او د اسټریا له نه منلو وړ اقدام وروسته په تهران کښې د جرمني سفیر «مارکوس پوتسل» او د اسټریا سفیر «دیتریش هایم» په جلا جلا ډول د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شول.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اروپا د چارو مسوول مجید نیلي احمد ابادي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د خپل امنیت په دفاع کښې کاملا هوډمن دی وویل د ایران د وسله والو ځواکونو اقدام د ملګروملتونو د منشور د یوپنځوسمې مادې پراساس د جایزې دفاع د اصل او په سیمه کښې د پایداره امنیت له ټینګیدا سره د مرستې په لړ کښې له دوو میاشتو صبر کولو وروسته ترسره شوی دی.
هغه له صهیونیسټ رژيم څخه د ځینو اروپايي هیوادونو د ملاتړ د دریځونو په غندلو سره وویل که چیرې اروپايي هیوادونو د وسله والو او د مالي ملاتړونو په شمول په اغیر شیندونکي او عملي اقدام سره په موقع د اسرائیلو د رژيم د نسل وژنې او د قتل د ماشین مخنیوی کاوه نن به دغه غمیزې نه رامینځته کیدلای.
د جرمني او د اسټریا سفیرانو وویل چې د ایران اعتراض به خپلو حکومتونو ته ورسوي.