اسلامي هیوادونه باید له اسرائیلو رژيم سره اړیکې غوڅې کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم سره د اسلامي او د عربي هیوادونو د اړیکو د غوڅولو غوښتنه وکړه.
د یمن خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې له صهیونیسټ رژیم سره د خپلو اړیکو د غوڅولو لپاره د نیکاراګوا هیواد د اقدام په قدرونې او هرکلي سره د نورو عربو او اسلامي هیوادونو لخوا د ورته فیصلې د غوره کولو غوښتنه وکړه.
د یمن د باندنیو چارو وزارت له نورو هیوادونو په تیره بیا له عربو او اسلامي هیوادونو څخه چې له صهیونیسټي دښمن سره یې خپلې اړیکې عادي کړي دي وغوښتل د داسې فیصلو په غوره کولو سره چې د سیمې د هیوادونو او د لبنان او د فلسطین پرضد د تیریو د ختمولو او د نړیوالو قوانینو د پیروۍ کولو لپاره به صهیونیسټي دښمن باندې د دباو له راتلو سره مرسته کوي له نیکاراګوا هیواد څخه بیلګه واخلي.
د یمن خارجه وزارت وویل له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین د مسلې په ګټه نه دي او سیمه کښې سوله نه راولي.
د نیکاراګوا هیواد د فلسطین د بې ګناه خلکو د وژلو په دلیل د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړې.
مخکې د نیکاراګوا خارجه وزیر هم د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې په دنیا باندې په اوسني ناعادلانه نظم باندې نیوکې سره د لبنان او د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم او د هغه د متحدانو نسل کشۍ غندلي وه.
د نیکاراګوا حکومت دغه راز په جرمني کښې خپل سفارت په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم له نسل کشۍ څخه د برلین د حکومت د ملاتړ کولو په دلیل بند کړ او په هیګ کښې دیره د انصاف نړیوالې محکمې ته یې له جرمني څخه شکایت وکړ.