له نړیوالو بنسټونو او سازمانونو څخه د اسرائیلو د اخراج میکانیزم
(last modified Tue, 15 Oct 2024 11:32:12 GMT )
Oct 15, 2024 16:02 Asia/Kabul
  • له نړیوالو بنسټونو او سازمانونو څخه د اسرائیلو د اخراج میکانیزم

له نړیوالو سازمانونو او بنسټونو څخه د صهیونیسټي رژیم د ایستلو لپاره د نړیوالو غوښتنو په دوام کې، د ایران پارلماني پلاوي له بین الپارلماني اتحادیې څخه د دغه رژیم د ایستلو غوښتنه وکړه.

د دوشنبې په مازدیګر د بین الپارلماني اتحاد (IPU) په غونډه کې ګډون کوونکی ایراني پلاوی، د صهیونیسټي رژیم د استازي د خبرو په پیل سره، د غونډې له تالار څخه ووتلو او له دې غونډې څخه د دغه رژیم د ایستلو غوښتنه وکړه.

د الجزایر، اردن، تونس او ​​ترکیې استازي او د عربي پارلمان استازي هم له دغه تالار څخه د اعتراض په توګه ووتل.

خو د صهیونیسټي رژیم د استازي د وینا له پای ته رسېدو وروسته او د دغه رژیم د استازي د دروغجنو ادعاګانو او څرګندونو په غبرګون کې، د ایران د اسلامي شورا د بین الپارلماني اجرایي شورا مشر منوچهر متکي په ​​خپله وینا کې له بین الپارلماني اتحاد څخه د صهیونیسټي رژيم د ایستلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د مقاومت له بریالیتوب وروسته، باید د دغه رژیم مشران او د دوی پوځي قوماندانان او ماشوم وژونکي پیلوټان، په نورمبرګ محکمه کې  ​​محاکمه او مجازات شي.

د نورمبرګ محکمه، د پوځي محاکمو لړۍ ده چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، جنګي جرمونو ته د رسېدنې لپاره ترسره شوه.

له دې سره، د غزې له جنګ وروسته او په تېر یوه کال کې د صهیونیسټانو له پراخو جنایتونو سره سره، له نړیوالو موسسو او بنسټونو څخه ایستل، هغه ترټولو کمه سزا ده چې ممکن د صهیونیسټي رژیم په خلاف ترسره شي او په حقیقت کې دغه رژیم د دغه جنایتونو په ترسره کولو سره، خپل صلاحیت له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د منشور د شپږمې او پنځمې مادې له مخې، ملګري ملتونه کولای شي چې خپل یو خطاکار غړی اخراج او یا د هغه غړیتوب وځنډوي.

د ملګرو ملتونو د منشور په پنځمه ماده کې راغلي: که کوم دولت خپل مکلفیتونه پوره نه کړي، یا د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل وکړي، غړیتوب یې ځنډول کیږي. د یوه دولت د غړیتوب د ځنډولو لپاره، امنیت شورا باید له مکلفیتونو څخه سرغړونه تایید کړي او بیا د غړیتوب د ځنډولو موضوع شورا ته وړاندې کړي او شورا باید د دې وړاندیز پر بنسټ، د غړیتوب د ځنډولو په اړه پریکړه وکړي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د منشور د شپږمې مادې له مخې، که کوم دولت په منظم او پرله پسې توګه په منشور کې له موجودو ژمنو څخه سرغړونه وکړي، د امنیت شورا د سپارښتنې او د عمومي اسامبلې د پرېکړې پر بنسټ، هغه دولت به له دغه سازمان څخه اخراج شي.

له همدې امله، د شمولیت، تعلیق، بیا شمولیت او اخراج په سیستم کې، لومړی د امنیت شورا سپارښتنه او بیا د عمومي اسمبلې پریکړه اړینه ده.

البته، د ملګرو ملتونو د منشور د مکلفیتونو او احکامو ماهیت داسې دی، چې حتی له غړیتوب څخه محرومیت، له اجباري قواعدو څخه رامنځته شوي مکلفیتونو ته د ژمنتیا مخه نیسي لکه: د قدرت نه کارول، د شخړو د سوله ایز حل اصل، د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د ملتونو د حق اصل، د دولتونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل، چې صهیونیسټي رژیم هېڅکله هم دوی ته ژمن نه دی.

د غزې له جګړې وروسته له نړیوالو سازمانونو او بنسټونو څخه د صهیونیسټي رژیم د ایستلو لپاره ډېرې غوښتنې شوې دي، چې تراوسه هېڅ یوه هم پایله نه ده ورکړې او که له دغو غوښتنو څخه یوه هم پایله ورکړي، نو په پرله پسې توګه د نورو غوښتنو د عملي کولو لپاره به لاره هواره شي.