د لبنان حزب الله د صهیونیسټی پوځیانو په مرکزونو حملې وکړې
د لبنان حزب الله د لارښود توغندیو په وسیله د صهیونیسټی رژیم د 3 بلدوزرونو او یو ټانک د ویجاړولو اعلان وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د لبنان حزب الله په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ملت او د هغوی د زړور او باعزته مقاومت په ملاتړ او د لبنان او ملت په دفاع کښې د اسلامی مقاومت غورځنګ مجاهدینو درې بلډوزرونه او یوه مرکاوا ټانک د لبنان په جنوب کښې د رمیا په ښارګوټي کښې د لارښود توغندیو په وسیله ویجاړ شول .
د لبنان حزب الله پرون هم اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کښې د عیتا الشعب په سیمه کښې یې د غاصب صهیونېسټ رژیم درې مرکاوا ټانکونه په لارښود توغندیو په نښه کړل.
د ۲۰۲۴ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې له ۲۳ نیټې راهسې صهیونیسټی جنایتکار رژیم د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړی دی چې لا هم دوام لری .
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، پر لبنان باندې د اسرائیلي صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې تر ۲۳۰۰ زیات کسان شهیدان او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.