په تهران کې د جرمني سفیر احضار شو
(last modified Fri, 01 Nov 2024 11:04:17 GMT )
Nov 01, 2024 15:34 Asia/Kabul
  • په تهران کې د جرمني سفیر احضار شو

په جرمني کې له قونسلي خدماتو څخه د ایراني اتباعو د محرومیت په تړاود جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې د غیر عادلانه پریکړې په اعتراض کې، په تهران کې د جرمني شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بائربوک د جمشید شارمهد (د تندر ترهګرې ډلې د مشر) د اعدام په غبرګون کې، په فرانکفورت، هامبورګ او مونیخ کې د ایران د اسلامي جمهوریت درې قونسلګرۍ وتړلې.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې له غیر منطقي پریکړې وروسته، په تهران کې د جرمني د سفارت شارژدافیر هانس پیټر یوګل د پنجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لوېدیځې اروپا د مشر لخوا یاد وزارت ته احضار او د ایران سخت اعتراض هغه ته ورکړل شو.

د جرمني شارژدافیر ته ویل شوي چې په جرمني کې میشتو ایرانیانو ته د اړینو قونسلي خدمتونه برابرول او د هغوی د ګټو ملاتړ کول د کوربه هېواد پر غاړه دي او د دغو مرکزونو د تړلو لپاره د آلمان د حکومت پریکړه په قصدي ډول له قونسلي اسانتیاوو او خدماتو څخه د ایرانیانو محرومول دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې دغه اقدام مسخره، مداخله کوونکی، غیر مسلکي او له نزاکته لیري بللی او هغه له هر ډول اساس او قانوني ارزښت څخه بې اعتباره ګڼي.