د ایران ولسمشر او د عربستان ولیعهد ټیلي فوني خبرې وکړې
(last modified Mon, 11 Nov 2024 00:42:38 GMT )
Nov 11, 2024 05:12 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر او د عربستان ولیعهد ټیلي فوني خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ټيلي فوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو په وروستي حالت باندې د غور په ترڅ کښې هیله وکړه چې د تهران او د ریاض ترمینځ ملګرتیاوې له مخکې څخه زیاتې پراخې شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون مازیګر د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټيلي فوني خبرو کې په دې خبرې سره چې د اجرايي چارو د زیاتیدا په وجه نه یم توانیدلی چې د اسلامي هیوادونو د مشرانو په ځانګړي غونډې کښې د ګډون لپاره د عربستان د باچا غوښتنه پوره کړم وویل زما لومړی مرستیال ښاغلی ډاکټر عارف علوي به په دغه غونډې کښې  ګډون وکړي او شک نه لرم چې دغه غونډې به د تا ( محمد بن سلمان)په تدبیر سره په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو، جنګ او د وینې د بهیدا په بندولو کښې اغیز شیندونکي نتیجې ولري.

د ایران ولسمشر پزشکیان دغه راز هیله وکړه د عربستان او د ایران د مشرانو ارادې ته په پام سره په ټولو ډګرونو کښې دوه اړخیزه اړیکې له مخکې څخه زیاتې پراخې او ژورې شي.

د سعودي عربستان باچا محمد بن سلمان هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د ایران د ولسمشر مسعود پژشکیان د ټیلي فوني تماس په قدرونې سره په دې خبرې سره چې مونږ د تاسو شرایط په کامل ډول  درک کوو او په ایران کښې زمونږ د وروڼو لپاره د بریالیتوب ارزو لرم وویل د ایران او د عربستان اړیکې په یوه تاریخي پړاو کښې دي او هیله من یم چې په ټولو زمینو کښې دغه اړیکې لوړې سویې ته ورسیږي.

محمد بن سلمان زیاته کړه په ریاض کښې د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال شتون غنیمت فرصت ګڼم او له هغه سره به خبرې وکړم.

محمد بن سلمان د ایران د ولسمشر پزشکیان لخوا متقابلې بلنې ته په غبرګون کښې عربستان ته د سفر لپاره د ایران ولسمشر پزشکیان ته د بیا بلنې په ورکولو سره وویل ایران ته سفر زما لپاره د ویاړ سرچینه ده او  هیله من یم چې دغه فرصت زر برابر شي.