د ایران پر وړاندې د زیات فشار سیاست به ناکام شي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال له انګلیسي ورځپاڼې « فایننشل ټایمز» سره په مرکه کې ټینګار کړی چې د تهران پرضد د ترټولو د زیات فشار راوړلو هرډول هڅه به ناکامه شي.
د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال "مجید تخت روانچي" له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې، د ټرمپ په دولت کې د ایران او امریکا د احتمالي تعامل د پایلو په اړه اټکلونه له وخته مخکې بللي او څرګنده کړې ده: د خبرو اترو په اړه، اړینه ده چې د امریکا پالیسي ملاحظه کړو او پریکړه وکړو چې څه ډول غبرګون ورته وښيو. اوس مهال، اصلي مسله دا ده چې د امریکا نوی حکومت به د ایران، اټومي مسئلې او د لوېدیځې آسیا د سیمې امنیت په اړه څه ډول چلند وکړي.
تختروانچي د دې په بیان سره چې ایران د ډونالډ ټرمپ له دولت سره د خبرو اترو دروازه خلاصه ساتلې ده، زیاته کړه: "که ټرمپ یو ځل بیا سخت دریځ او سیاست غوره کړي، تر ټولو زیات فشار به له اعظمي مقاومت سره مخامخ شي، ځکه چې ایران به پر بندیزونو د برلاسي کېدو لپاره، د خپلو سوداګریزو شریکانو تنوع او د سولې د ټینګښت لپاره سیمه ایزې پیاوړتیا ته دوام ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال دې ته په اشارې سره چې د ټرمپ لومړي دولت ادعا کړې وه چې ایران د خبرو اترو مېز ته راولي خو وې نشو کړای، هغوی هیله څرګنده کړه چې: ډونالډ ټرمپ هغه تېروتنه تکرار نه کړي ځکه چې پایله به یې کوم توپیر ونه لري.