په اردن کې د اسراییلو پر سفارت ډزې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154592-په_اردن_کې_د_اسراییلو_پر_سفارت_ډزې_شوې_دي
د صهیونیسټي رژیم رسنیو اعلان وکړ چې په اردن کښې د اسرائیلو په سفارت ډزی شوی او پولیسو سفارت ته تلونکی لارې تړلی دي .
(last modified 2024-11-24T05:38:11+00:00 )
Nov 24, 2024 09:40 Asia/Kabul
  • په اردن کې د اسراییلو پر سفارت ډزې شوې دي

د صهیونیسټي رژیم رسنیو اعلان وکړ چې په اردن کښې د اسرائیلو په سفارت ډزی شوی او پولیسو سفارت ته تلونکی لارې تړلی دي .

زمونږخبریال  د ایرنا له قوله ویلي، چې یوه وسله وال کس په اردن کې د اسرائیلو پر سفارت ډزې کړې دي.

په همدې حال کې د اردن د عامه امنیت ادارې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د یوه وسله وال کس د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه سازمان اعلان کړی چې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۳ اردنی امنیتی ځواکونه هم ټپیان شوی دی.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو په  امان  کې د اسرائیلو سفارت ته غځېدلې لارې وروسته له هغه بندې کړې چې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د اسرائیلو رسنیو ویلي، د اردن امنیتي ځواکونو د اسرائیلو سفارت محاصره کړی او کورونه یې تلاشي کړي دي.