ایران، په بریکس کښې اقتصاد ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وکړه
د ایران د خارجه وزیر صلاحکار د بریکس د ملي استازو په کتنه کښې، د دغې ډلې په فعالیتونو کښې اقتصادي او مالي موضوعاتو ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر صلاحکار «مجید صمدزاده صابر» په روسیې کښې د شرپا په نامه د بریکس ډلې د ملي استازو په غونډه کښې، د بریکس لپاره د یوې چټکې او کم لګښته دارالانشاء د جوړولو د غوښتنې په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې اقتصادي او مالي موضوعات باید د دغې ډلې د فعالیتونو په سر کښې راشي.
د روسیې مرستیال خارجه وزیر او د یادې غونډې مشر «سرګی ریابکوف» هم بریکس د نړۍ له اوسني نظام څخه څواړخیزپال او څوقطبي نظام ته بدلونکی انجڼ وباله او د ډلې له ټولو غړو یې، د ورته او ملاتړیزو دریځونو د غوره کولو په وجه مننه وکړه.
ریابکوف د ډلې د غړو د شمیر زیاتول، د بریکس د پانګونو د چوکاټ برابرول، د «بریکس پی» په نامه د پیسو ورکولو د پلیټفارم جوړول او د غړو ترمینځ تجارت کښې د ملي کرنسیو کارول، په دغې ډلې کښې د خپل هیواد د لومړیتوبونو په توګه وبلل.
دغه غونډه چې په روان ۲۰۲۴ کال کښې د بریکس وروستۍ مهمه او رسمي غونډه ده، دوه ورځې به دوام وکړي او په کښې د ټولو غړو هیوادونو استازي موجود دي.