ایران او درې اروپايي هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو پر دوام موافقه وکړه
(last modified Sat, 30 Nov 2024 01:05:46 GMT )
Nov 30, 2024 05:35 Asia/Kabul
  • ایران او درې اروپايي هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو پر دوام موافقه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو خبرواترو د دوام لپاره له موافقې خبر ورکړ.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي پرون په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: د فرانسې، جرمني او انګلستان له سیاسي مدیرانو سره د خبرو اترو بل پړاو ترسره شو او د وروستیو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په تېره بیا د اټومي مسائلو او د بندیزونو د لیرې کېدو په تړاو خبرې اترې وشوې.

غریب آبادي دې ته په اشارې سره چې موږ د ایران د خلکو د ګټو د تعقیبولو لپاره په کلکه ژمن یو او زموږ لومړیتوب د خبرو اترو او تعامل لاره ده، زیاته کړه: په دې کتنه کې موافقه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به، ډیپلوماټیکې خبرې اترې دوام ولري.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "اسماعیل بقایي" له نورو هېوادونو سره د عزت، حکمت او مصلحت په اساس د تعامل او ملګرتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست ته په اشارې سره، له درېیو اروپایي هېوادونو سره خبرې اترې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ  په کلنۍ غونډه کې له هغوی سره د خبرو اترو دوام بللی وو.