؛افسانې؛له ایرانه د ویرولو لپاره  لاسوند
(last modified Sun, 01 Dec 2024 10:01:17 GMT )
Dec 01, 2024 14:31 Asia/Kabul
  • ؛افسانې؛له ایرانه د ویرولو لپاره  لاسوند

د تهران د پښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې له ایرانه د ویرونې  لپاره د لاسوند او افسانو په باب له ځانګړي  مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

خوږو دوستانو لکه څنګه چې خبر یاست،د صهیونیسټي وحشي رژيم جنایتکار  لومړي وزیر نتنیاهو له دې مخکې په ۲۰۱۲ کال  کې د مارچ په شپږمه نیټه هم د متحده ایالاتو د وخت ولسمشر باراک اوباما ته د؛استر؛ په نامې سره  کتاب ډالۍ کړ. هغه په دغه کار سره له یهودیانو سره د ایرانیانو د دښمنۍ د تاریخي او جرړه ایز بللو سره ددغه مطلب د اثبات کولو هڅه کړې چې  د یهودیانو دژغورنې یوازنیۍ لاره د ایران په اسلامی جمهوریت باندې وارمخکې حمله کول دي.

د ۲۰۱۵ کال د مارچ دریمه ؛ بینامین نتنیاهو د امریکا په کانګرس کې د ؛اسټر؛ په نامې سره  یوې یهودي افسانې ته اشاره کړې او ادعا ئې کړې ده چې په تیرو وختونو کې یهودیانو  ایرانیان قتل کړي دی او دې ځل هم نیّت لري دغه  عمل بیا تکرار کړي. دا اشاره،نه یوازې د یهودیانو  او ایرانیانو ترمینځ د تاریخي دښمنۍ  باندې د تائيد ټپه وهل  و،بلکې نتنیاهو په هڅه کې ؤڅو د ایران په اسلامی جمهوریت باندې د وارمخکې حملې ضرورت هم امریکایی چارواکو ته القاء کړي.

البته کیسه په همدې ځاي نه ختمیږی. هغه د ۲۰۱۲کال د مارچ په شپږمه هم  دغه کتاب د امریکا دوخت ولسمشر باراک اوباما ته ډالۍ کړ او په همدغه شان اقدام سره د خشایار بادشاه له وزیر؛هامان؛سره د ایران د رهبرانو پرتله کول او د یهودیانو د مدافع په توګه  دخپل کړچار  د پیاوړتیا په لټه کې ؤ.

همدااوس هم د اسرائيلو جعلی رژيم لومړی وزیر همدغه سټراټژئ ته دوام ورکوي،نتنیاهو غواړي،د خپل ایسټر کیسې څخه په استفادې سره د یهودیانو د ژغورونکي په ځائيګي کې،یعني د ایسټر د کیسې د اصلي پلانونکي په ځاي کې راشي او د ایران رهبران د خشایار شاه  له وزیر هامان سره  پرتله کړي او د خپلې خوښې وړ نتیجې ته ورسیږي.

 

 

=    ؛ایسټر ؛ نومې کتاب  له هغو یولسو کیسو څخه یوه کیسه ده چې  وروسته   اصلي تورات ته ورزیاتې شوي دي. په همدې دلیل  دغه کیسه  د یهودیانو  له پلوه،کوم مذهبی سپيڅلتیا نه لري. ځیني هغه کیسې  چې تورات ته ورزیاتې شوي دي،تاریخي سرچینه نه لری،خو د ایسټر کیسه د تاریخ له پلوه هم  موَرخانو تائيد کړې نه ده او دا یوازې د یوې دیني  افسانې په حدکې د توجه وړ ګرځیدلې ده.

؛ایسټر؛د یوې یهودئ مهاجرې ښځې خیالي نامه ده چې د خشایارشاه د پاچائۍ په وخت کې ئې په شوش کې ژوند کاوۀ. خشایارشاه د هخامنشي پنځم پاچا ؤ چې له  میلاده مخکې له ۴۶۵ کاله تر ۴۸۵  پورې په کلونو کې ئې په ایران کې حکومت کاوۀ. د ایسټر کتاب په اساس،خشایار بادشاه د خپل سلطنت په دریم کال کې یو لوي جشن ترسره کوي او د هغه لپاره له ټولو وزیرانو،ځواکونو او مریّانو څخه میلمانه دعوت کوي څو  دخپلې پاچائۍ عظمت او پرتم نندارې ته وړاندې کړي. پاچا  له ملکې  غواړي څو  د هغه  میلمنو ته ورشي ،البته ملکه  د پاچا له فرمان منلو ډډه کوي . یو شمیر   د ملکې ؛وشتي؛ د نه تلو علت ، یوه ناروغي ګڼي او یو شمیر نوره هم باؤري دي ، لکه څنګه چې پاچا نیّت درلود، میلمنو ته د خپلې  ملکې  ښکلا وروښئ ، هغې  په میلمستیه کې له شتونه ډډه کوي.

د پاچا شاوخوا کسانو   ددغې نافرمانۍ په لیدو سره  ویریدل  چې دا سې نه چې  دغه نافرماني  نورو ښځو ته هم وغزیږي، نو له پاچا ئې وغوښتل  څو ملکه د شاهنشاهي  قوانینو په اساس  له خپل مقامه لیرې کړي او دهغې په ځای یوه بله غوره ملکه راولي . پاچا همداسې کوي او حکم ورکوي، څو ماموران درست ایران ته  ولیږي او ځوانې انجونې  راولی . دغه پیغلې  انجونې روزل کیږي او  د له برابریدا وروسته د پاچا دربار ته  سپارل کیږی. ؛هدسا؛ هم له نورو انجونو سره ماڼۍ ته ورورستل کیږی.هغې  د خپل آکا مدخای په وړاندیز سره  چې په دربار  کې فعالیت کوي،خپله نامه او یهودي نښې پټې ساتي او خپله نامه  ایسټر معرفی کوي. ایسټر په هغو انجونو کې چې ماڼۍ ته وروستل  کیږي،   د ملکې په توګه  انتخابیږي.

په هماغه پړاؤ کې چې اسټر د ایران د ملکې په توګه ټاکل کیږي،د  خشایارپاچا صدراعظم ؛هامان،پاچا ته د ورځي او د پاچا له فرمانه د یهودیانو د سرغړونې او د مالیاتو د نه ورکولو په باب  اندیښنه څرګندوي او خشایارشاه،ددغه قوم له دسیسو خبروي. هغه له پاچا غوړي،څو له دې مخکې  چې  دوي دپاچا د تخت او تاج په ضد کوم اقدام وکړي،په چټکۍ سره ورسره مقابله وکړي، خو اسټر چې  اوس  ئې په سست شاه  مسلطه شوې وه،  د هامان په خایین بللو سره  او دا چې  هغه د  پاچا د وژلو دسیسه په ذهن کې لري،  د هغمان د پانسي کیدا فرمان  صادروي . د اسټر  او مردخاي دسیسه د هامان په وژلو سره پاي ته نه رسیږي  او دوي  د هامان د ټولو لسو زامنو  د قتل حکم  هم   د ایران له پاچا  اخلي . اسټر او مدخای  د هامان د زامنو په وژلو سره  هم راضي کیږي نه ، او د هغوي مړي   په ښار کې په دار ځړوي څو په ایرانیانو کې ویره او وحشت رامینځةکړي او د یهودیانو  د  دښمنانو او مخالفانو برخلیک  نندارې ته وړاندې کړي .  د هامان له وژلو وروسته ،په ایران کې هستوګن مهاجر یهودیان چې  چې دا دی اوس به دربار کې  هم فعالیّت کوي،  د ایرانیانو قتل عام ته  مخه کوي  او په دوو ورځو کې  څه دپاسه  ۷۷ زره ایرانیان وژني .

 

 

=  دوستانو هغه څه چې مو واوریدل،د ایسټر د کیسې یوه خلاصه وه،نو اوس هم راګرځو  چې د تاریخ څیړاندي په دې اړه څه وائي؟

 خوږو دوستانو د پوهنتون یو استاد د یهودیت د تاریخ او د ایران دلرغوني فرهنګ  یو مشهور څیړاند  شائول شاکډ په دې اند دی چې په(The Encyclopaedia Iranica) ؛  ایرانیکا انسایکلوپیډیا ؛ کې له پوریم سره په اړونده  لیکنې کې،د تاریخ له نظره ددغې کیسې  پر سموالی هیڅ ګواهي نشته  او معمولان  د کیسې د تاریخي واقعیّت  په باب  معمولا په شک  سره فکر کیږی . دغه کتاب  لازیات   ددربار  داخلی دسیسو او  له معجزوډک نجات موندلو د دسیو په باب   د مشهورو ناولونو  نمونې نومول کیدلی شي.

ځینو څیړاندو د  اسټر کیسه  د پخوانۍ ایرانۍ کیسې؛ ؛افسانه هاي هزار و یک ؛نومې کتاب سره، د اړونده بللې ده . په دغه توپیر سره چې پاچا هر شپه د شهرزاد کیسه  د مکرګ سوداګرو ته لیږله،خو پاچا د اسټر کیسه  نه یوازې  دهغې خلاف نه ؤ ، بلکې ورسره ډير مهربان هم دی.په دغه کتاب کې استر هغه ښځه ده چې د (Mordecai) مُرد خاي  په نامې سره  د یوه یهودي کس  روزل  شوې ده.

مرخاي (Mordecai)  وخت په وخت د یهود قوم په باب  د اسټر دندې وریادولې  او هغه ئې  لمسؤله  او تر یوه حده ئې د ژغورونکي رول په خپلې غاړې اخستۀ. که دغه کیسه  رښتیا هم وګڼو ، نو په داسې بڼه کې ایسټر  چې  له پاچا د  اوه اویا زره کسانو د مرګ حکم ترلاسه کوي، د شهرزاد لارې په اپوټه  لارې تللې ده او نرم خوی پاچا  ئې په یوه وینه څښونکي  اژدها بدل کړی دی.

=   د یهود نړیوال دایرةالمعارف  د اسټر کتاب په باب لیکي؛ زیاتره څيړاند د اسټر کتاب  داسې کیسه او داستان ګڼي چې  د هغه اوسمهاله  دود اودستوراتو بیانونکې ده چې  په ظاهر او پخواني آهنګ سره  وړاندې شوې دهڅو  ورباندې  دحملې او یرغل   څخه ډډه وشي.  دوي وائي ، هغه ۱۲۷ولایتونه چې  نامې ئې په کتاب کې راغلي دي ،د ایران  له شلو لرغونو ولایتونو سره په توپیر کې یوه عجیبه خبره ده . داسې مطلبونه چې  که په رښتیا رامینځةشوي دي، نو د تاریخ لیکونکو  له بې پامۍ سره  نه شول مخامخیدلی.  په کتاب کې کارول شوي لهجه د کتاب ادبی جوړښت او ځائیګی  لازیات  یوه رمانټيک  داستان ته اشاره کوي د یوه  تاریخي حقیقي پيښې په ځي. همداراز  ډیره حیرانونکې ده چې اسټر څرنګه  خپل یهودي شونه پټوي، په د اسې حال کې چې مُردخاي  چې  د آکا زوی  او  په عین حال کې د هغه تر شا ولاړ ؤ ،د یوه یهودي په توګه پيژندل شوی  چې د آکا لور  ئې  هر ه ورځ  دهغه  لیدو ته ورتلله . هماغه چې توانیدلې وه ، په بریالیتوب سره  خپل دین او ملیّت پټ وساتي.

د ؛پوریم ؛  جشن  د یهود قوم  یو پخوانی دود او دستور دی .  وئيل کیږي،  دغه جشن د لومړي ځل لپاره له وژلې څخ د یهود قوم  د ژغورنې لپاره  ترسره شوی  او وروسته  د یهود په تاریخ کې تل پاتې شو.  ډیری  دغه جشن له اسټر کتاب سره اړونده  ګڼي . داسې جشن چې  یهودیانو د  ایرانیانو له پراخې وژلې وروسته ترسره کړ.

 د اسټر  کتاب په اساس  په دوو یا درو ورځو کې  د ایران په خور ور  هیواد ۱۲۷ولایتونو کې  ۷۷ یا ۸۰زره ایرانیان  ووژل شول . د په اسټر کتاب کې  په نهم باب کې داسې راغلي دي؛ کله چې  نزدې وه ، دپاچا فرمان او حکم جاري کړي، او د یهود دښمنان منتظر وو چې  پر د وي مسلط شي، دا هر څه اپوټه شول ، چې یهودیان پر خپلو دښمنانو مسلط شول او  او یهودیان  په ښارونو کې غونډ شول څو  پر هغو خلکو چې د دوي دکړَولو نیّت ئې درلود، وجنګیدل.  هیڅوک د یهودیانو په وړاندې ونه دریدل، ځکه   پر تولو  قومونو ویره او وحشت خور شوی ؤ . نو یهودیانو  خپل زیاتره دښمنان په تورو سره  ووژل او هلاک ئې کړل  ا و  له دوي سره  ئې چې هرڅه غوښتل ترسره ئې کړل. او یهودیانو  د شوش په دارالسطنه کې  پنځه سوه کسان ووژل  او په درو ورځو کې ئې خپل ۷۷ زره دښمنان  د تورې ښکار کړل او د میاشتې په پنځلسمه ورځ  ئې کرار وموند. او  له هغې ورځې وروسته د مُردخاي په فرمان سره تر اوسه پورې هرکال  یهودیان په همدې مناسبت د پوریم جشن لمانځي.خوشالۍ کوي،شراب څښي او ګډيږي. دوي ځانونه د میدان ګټونکي ګڼي  چې د میلمه پالو ا یرانیانو  له خوا ترټولو وړونکی تیری او کړاؤ ئې   ونه لید او د هغوي له خوا  ئې یوازې د کړاړنې  توّهم  درلود.

ډیری  شناندي او  د چارو کارپوهان وائي،څو زره کلن  مخکې کارونو ښودلې ده چې یهودیان تل  دمختلفو ملتونو له خ وا له لعن او نفرین سره  مخ وو او د ذلت او سپکاویو په اوج کې ئې ژوند کاوۀ. د څو زره کلنې سپکې او سپیرې فضا کې د پوریّم په عنوان سره ددغه شان پيښې جشن لمانځلو باندې باید توجه وشي او په دې اړه باید ډیری مطالعې  او څیړنې ترسره شي. 

= دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالي او سوکاله ووسئ.

 (سیماب)

*****************************************************