امریکا د اوکراین اټومي وسلې دغه هیواد ته بیرته نه ورکوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار «جیک سالیوان »پرون وویل واشنګټن د اوکراین اټومي وسلې چې د پخواني شوروي له دړې وړې کیدا وروسته یې امریکا ته ورکړي وې کي یف ته بیرته نه ورکوي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د «نیویارک ټایمز» د ورځپاڼې د وروستي راپور په هکله پوښتنې ته په ځواب کښې چې ویلي یې وو ځینو ناپیژاندو لویدیځو چارواکو وړاندیز کړی دی چې ولسمشر جوبایډن کولای شي له واک څخه څنګ ته کیدا مخکې اوکراین ته اټومي وسلې ورکړي «ای بي سي» ټیلي ويژن ته وویل په دغه موضوع باندې غور نه دی روان.
هغه وویل هغه څه چې اوس د ترسره کیدا په حال کښې دي اوکراین ته د بیلابیلو دودیزو ظرفیتونو زیاتول دي چې کي یف وکولای شي په اغیز شیندونکي ډول د ځان دفاع وکړي او له روسیې سره جنګ مخ ته بوځي.
روسیې اوکراین ته د اټومي وسلو د ورکولو په هکله خبرداری ورکړی و چې دغه پلان یو مطلق لیونتوب دی.
د امریکا له جارجیا ایالت څخه د ریپبلیکن ګوند د ولسي جرګې استازي «مارجوري ګرین »مخکې ویلي و ولسمشر جوبایډن او د هغې مرستیاله کامالا هریس اوکراین ته د اټومي وسلو د استولو لپاره په یوه فرصت پسې دي.