ایران او روسیې د سوریې له حکومت سره پر مرستو ټینګار وکړ
د ایران او روسیې ولسمشرانو د سوریې په شمال کې د ترهګرو وروستي خوځښتونه د دغه هېواد او سیمې د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله او په دغه هېواد کې یې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې له حکومت سره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
د سحاب شبکې د خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې وویل: په داسې حال کې چې په لبنان کې د اوربند ټینګېدو په سیمه کې د سولې لپاره د هیلو یوه کړۍ رامنځته کړې وه، د صهیونیسټي رژیم په ملاتړ سره د سوریې په شمال کې د ترهګرو ډلو حرکتونو، سیمه یو ځل بیا له ګواښ سره مخ کړه.
پزشکیان وویل: موږ باور لرو چې وروستۍ پېښې د صهیونیسټانو په ګټه د سیمې د سیاسي جغرافیې د ګډوډولو لپاره د امریکا او صهیونیسټي رژیم د خطرناک پلان یوه برخه ده، چې په وحدت او د سیمې د هېوادونو په همکارۍ سره به ناکامه شي.
پزشکیان د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د روسیې د ارزښتناک رول او د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د ملاتړ د قدرونې ترڅنګ، په دې برخه کې له روسیې سره د ایران د اسلامي جمهوریت هر ډول همکاري اعلان کړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغه ټلفوني خبرو کې څرګنده کړه: موږ باور لرو چې د سوریې په شمال کې د اوسنیو پېښو په رامنځته کولو کې پریکړه کوونکي ترهګر نه، بلکې د هغوی ملاتړي او مرستندویان دي او په دغه ډول شرایطو کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د سوریې له رسمي حکومت او قانوني حکومت سره د مرستې په تړاو، روسیه له ایران سره د مرستې لپاره هوډمنه ده.